د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې په یوه ورځ څه باندې ۱۱زره کسان په کرونا اخته شوي

په هند کې تر دې دمه څه باندې ۸۰۰۰ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي
په هند کې تر دې دمه څه باندې ۸۰۰۰ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي

په هند کې چارواکي وایي د شنبې په ورځ جون۱۳(غبرګولي۲۴) ‌۱۱۴۵۸ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

په یوه ورځ په دغه ویروس د دومره کسانو اخته کېدل په هند کې یو ریکارډ بلل کیږي.

هند چې څه باندې یو میلیارد نفوس لري، تېره ورځ په کې ۱۰۹۵۶کسان د کرونا په ویروس اخته شوي ‌وو.

په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر له هغه وروسته زیات شو چې حکومت په یو شمېر ایالتونو کې هوايي ډګرونه، تولیدي فابریکې او عبادتځایونه بېرته پرانیستل او د قرنطین لګول شوي محدودیتونه یې کم کړل‌.

د هند طبي ټولنو د حکومت په دغه کار نیوکې کړي دي‌ او ویلي دي چې شاید دا کار د کروناویرس پېښې نورې هم زیاتې کړي.

د امریکا د متحدو ایالتونو، برازیل او روسیې څخه وروسته هند څلورم هېواد دی چې په کې ډېر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.

د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په هند کې د شنبې تر ورځې پورې د کروناویروس له کبله ۸۸۸۴ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰۰زر نور پرې اخته دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو او تر دې دمه د نړۍ په ۱۸۸ هېوادونو او سیمو کې یې څه باندې ۴۲۶ کسان مړه کړي او شاوخوا ۷.۶ میلیون نور پرې اخته دي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG