د لاس رسي وړ اتصالات

سري لانکا کې په اعدام محکومو لسګونو زندانیانو اعتراض کړی 


زندانیان غواړي د اعدام سزا یې په عمر بند سزا بدله شي
زندانیان غواړي د اعدام سزا یې په عمر بند سزا بدله شي

په سري‌ لانکا کې له هغه وروسته د اعدام په سزا محکومو شاوخوا ۱۵۰ کسانو اعتراض پیل کړ چې د ولسمشر د ملي بخښنې په لړ کې په اعدام یو محکوم سیاستوال له زندان څخه ازاد کړل شو.

سیاستوال دومیندا سلوا شاوخوا لس کاله مخکې د انتخاباتو اړوندې یوې قضیې کې د خپل ګوند د یو سیال د وژلو په تور په اعدام محکوم شوی و خو د سري لانکا ولسسمشر ګوتابهایا راجاپاکسا وبخښه.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې او په سري لانکا کې د امریکا سفارت د ولسمشر دا پرېکړه غندلې ده.

اوس شاوخوا ۱۵۰ نور زندانیان چې د بېلا بېلو جرمونو له کبله د مرګ په سزا محکوم شوي، اعتراض پیل کړی دی.

له حکومت څخه د دوی غوښتنه دا ده چې د هغوی د مرګ سزا دې په عمر بند سزا بدل کړي.

د دغو زندانیانو یو ویاند وویل چې د زندان چارواکي په دې اړه د عدلیې له وزارت سره په خبرو بوخت دي،‌ خو ډېر جزیات یې ورنکړل.

په سري لانکا کې د شاوخوا ۱۰زره زندانیانو لپاره په جوړ شوي زندان کې لږ تر لږه ۲۶زره کسان ساتل کیږي.

په دغه هېواد کې تېرکال د کرونا ویروس د محدودیتونو له کبله په یو زندان کې شخړه وشوه او ۱۱ کسان پکې ووژل شول او څه باندې ۱۰۰ نور زندانیان ژوبل شول. د زندان ساتونکو ډزې کړې وې.

له ۱۹۷۶ کال راپدېخوا د سري لانکا حکومت هېڅ یو زنداني اعدام کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG