د لاس رسي وړ اتصالات

تر یو میلیون ډیر کډوال سږکال آلمان ته تللي


کډوالو کې ګڼ شمیر سوریان او افغانان دي
کډوالو کې ګڼ شمیر سوریان او افغانان دي

یوې آلماني ورځپاڼۍ د حکومتي شمیرو په حواله راپور ورکړی چې په ۲۰۱۵ کال کې ۱.۰۹ میلیون کډوال آلمان ته ورغلي.

اروپايي هیوادونو ته د بیسارې شمیرې کډوالو په ورتللو سره ویل کیږي چې ګڼ شمیر کډوالو په آلمان کې د پناه اخیستلو غوښتنه کړې ده.

رویترز خبري آژانس د یوې آلماني‌ ورځپاڼۍ په حواله خبر ورکړی چې په تیرو دوولسو میاشتو کې ۱.۰۹ میلیونه کډوال آلمان ته ورغلي دي.

ورځپاڼۍ دغه شمیره د آلمان حکومت له سرچینو ترلاسه کړې خو برلین تر اوسه د کډوالو د شمیر په هکله په رسمي‌ ډول څه ندي‌ ویلي.

روانه میاشت کې د کډوالو نړیوال سازمان خبر ورکړ چې په ۲۰۱۵ کال کې څه باندې یو میلیون کډوال ۲۷ اروپايي هیوادونو ته ورغلي دي.

په کډوالو کې ډیری سوریان، عراقیان او افغانان دي‌ چې د جګړو او ورسره تړلو ناخوالو له کبله له خپلو هیوادونو تښتیدلي‌ دي.

د کډوالو نړیوال سازمان ویلي‌ چې سږ کال شاوخوا دوه سوه زره افغان کډوال اروپا ته تللي‌دي. پدوې کې څه باندې اتیا زره یوازې آلمان ته ورغلي‌ دي.

آلماني چارواکو خبرداری ورکړې چې ښايي یو شمیر افغان پناه غوښتونکي‌ بیرته افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG