د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزلوبې دویم پړاو؛ بلخ لوبډلې هرات ته ماتې ورکړه 


په راروان لیګ کې د بلخ ننۍ ۱۶ امتیازونه تر ټولو لوړ دي.
په راروان لیګ کې د بلخ ننۍ ۱۶ امتیازونه تر ټولو لوړ دي.

د اوزلوبې د دویم پړاو په دویمه ورځ هرات د بلخ او بغلان د سرپل لوبډلې سره سیالي وکړه چې بلخ او سرپل خپل سیالو لوبډلو ته ماتې ورکړې.

د لومړۍ لوبې اولې پاڼۍ کې بلخ ۶ او هرات ۱ امتیاز خپل کړی خو تر پایه بلخ وکړای شول په لوړ توپیر د ۱۶ پر ۲ نمرو لوبه وګټي.

دویمې لوبې کې همدا شان بغلان لوبډلې د سرپل سره لوبه پیل کړه خو تر پایه یې هیڅ امتیاز ترلاسه نه کړ. سرپل بیا وکړای شول ۴ نمرې خپلې او لوبه په خپل نوم کړي.

د بلخ لوبډلې پیاوړي چاپ انداز نجیب پهلوان په دې اړه وویل: "زموږ د لوبډلې ګڼ لوبغاړي په بهرنیو سیالیو کې ګډون کړی له همدې امله تجربه لرو او ښايي دا مو د بریا سبب شوې وي."

له بلې خوا د اوزلوبې مبصر خیر محمد سانچارکي هم د بلخ لوبډلې دې لاسته راوړنې په اړه وویل: "بلخ لوبغاړو په لوبې کې ښه تخنیکي حرکتونه کارول او خپل چاپندازان یې بدلول. بلخ لوبډله ښه تجربه هم لري او تجربې ته په کتو اړینه وه چې لوړې نمرې یې خپلې کړې وې."

په راروان لیګ کې د بلخ ننۍ ۱۶ امتیازونه تر ټولو لوړ دي.

تېره ورځ د کندهار او پنجشیر لوبډلو سره لوبه وکړه چې کندهار د ډګر ګټونکی شو.

همدا شان ټاکل شوې چې سبا یکشنبه د پروان او بدخشان لوبدلې سره ولوبیږي.

XS
SM
MD
LG