د لاس رسي وړ اتصالات

د اوزلوبې دویم پړاو؛ کندهار لوبډلې دویمه بریا خپله کړه


په روان لیګ کې دا د کندهار دویمه بریا ده
په روان لیګ کې دا د کندهار دویمه بریا ده

د اوزلوبې د دویم پړاو په درېمه ورځ نن د کندهار، بدخشان، او سمنګان لوبډلو خپلو سیالو لوبډلو پروان، پنجشیر او ننګرهار ته ماتې ورکړه.

په لومړۍ لوبې کې د کندهار لوبډلې د پروان لوبډلې سره سیالي وکړه چې پروان په مقابل کې یې لس نمرې وګټلې او لوبه یې په خپل نوم کړه. پروان لوبډلې یوازې درې نمرې واخیستې.

دویمه لوبه د بدخشان او پنجشیر تر منځ وه چې بدخشي چاپ اندازانو په لوړ توپیر یعنې ۱۳ د ۴ نمرو په مقابل کې پنجشیر لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په روان لیګ کې دا د کندهار دویمه بریا ده.

دریمه لوبه د ننګرهار او سمنګان لوبډلو تر منځ وشوه. سمنګان لوبډلې وکړای شول د لسو نمرو په اخیستلو لوبه وګټي. ننګرهار لوبډلې د لوبې تر پایه یوه نمره هم ونه ګټله.

د دریمې ورځې څلورمه لوبه د کندز او بامیان تر منځ روانه ده چې کندز لوبډلې تر اوسه د صفر په مقابل کې یوه نمره ترلاسه کړې ده.

د لومړۍ لوبې په پاې کې د کندهار لوبډلې پیاوړي چاپ انداز خیبر پهلوان وویل: "موږ وکړای شول په خپل زیار لوبه وګټو. زموږ سیاله لوبډله هم پیاوړې وه او ښه لوبه یې وکړه خو بریا زموږ شوه."

د اوزلوبې د دویم پړاو لوبې په کابل کې ترسره کیږي او ټاکل شوې چې یوه اونۍ دوام وکړي.

دغه لیګ ته د افغانستان په کچه ۳۰۰ چاپ اندازان راټول شوي او په ۱۶ لوبډلو کې سره سیالي کوي.

تېره ورځ د هرات د بلخ سره او بغلان د سرپل لوبډلې سره لوبه وکړه چې په بلخ او سرپل د لوبې ګټونکي لوبډلې شوې.

XS
SM
MD
LG