د لاس رسي وړ اتصالات

د پاک-افغان تجارت خرابیدو د پښتونخوا فابریکې په ټپه درولي


د پاکستان د جیو نیوز د پاکستان او افغانستان د سوداگرۍ د خرابیدو په اړه یو رپورټ لیکلی دی چې د دواړو ملکونو ترمنځ د سوداگرۍ زیاتره گټه د خیبرپښتونخوا اوسیدونکو ته رسیده او اوس د دواړو ملکونو ترمنځ د سوداگریزو اړیکو د خرابیدو له امله په پښتونخوا کې ډیرې فابریکې تړل شویدي.

د خیبر پښتونخوا د سوداگرۍ د خونې مشر زاهدالله شنواري جیو ته وویل چې داسي ښکاري په راتلونکي دوو کلونو کې د پښتونخوا نه افغانستان ته صادرات په مکمل ډول ختم شي.

شنواري وویل چې د دواړو گاونډي ملکونو ترمنځ د سوداگرۍ د راټیټیدو ډیر عوامل دي خو یو یې د دواړو ملکو تگلاره ده. هغه وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تشنج له کبله سوداگرۍ ډیر سخته ضربه خوړلي ده.

د چارو کارپوهان وایي چې دواړه ملکونو د تجارتي اړیکو د ښه کولو هڅې ندي کړي.

تیره میاشت د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر جنید اسماعيل مکده امریکا غږ ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګري ۱،۶ میلیاردو ډالرو ته راټيټه شوې او د دواړو هیوادونو سوداګر د چمن او تورخم په پوله د چين ـ پاکستان د اقتصادي دهلیز (سي-پیک) له اسانتیاو نه خبر ندي.

XS
SM
MD
LG