د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ادعا کړې چې ډېری ترهګر د افغانستان له خاورې پاکستان ته داخلېږي او ترهګریز بریدونه ترسره کوي.
محسن نقوي د چهارشنبې په ورځ د (اکتوبر ۱۴مه) د پاکستان په پارلمان کې د خېبر پښتونخوا په ایالت کې د وروستیو ناامنیو په اړه د خبرو کولو پر مهال ادعا وکړه چې ۸۰ سلنه ترهګر له افغانستان څخه پاکستان ته داخلېږي.
محسن نقوي وايي "له هرو لسو ځانمرګو بریدګرو څخه له اوو تر اتو پورې یې د افغانستان اتباع دي. "
خو نوموړي په دې اړه نور جزئیات یا شواهد وړاندې نه کړل.
تر دې وړاندې، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په خپل ایکس حساب کې لیکلي وو، چې په تېرو دوو کلونو کې افغان اتباعو په پاکستان کې ۳۷ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي دي.
اصف ویلي "یوازې په روان کال کې ۱۴ ځانمرګي بریدونه شوي، چې ډېری یې افغان اتباعو ته منسوب شوي دي ".
په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو څخه مخکې هم پاکستاني چارواکو ورته څرګندونې کړې وې، خو د افغانستان پخواني حکومت او د طالبانو ډلې دواړو د پاکستاني چارواکو دغه څرګندونې رد کړې وې.
د طالبانو حکومت څو ځله ویلي، چې پاکستان باید د خپلو امنیتي نیمګړتیاوو پړه پر افغانستان وانه چوي. د طالبانو حکومت همدارنګه ټینګار کړی چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي څو د افغانستان له خاورې د کوم بل هېواد پر ضد استفاده وکړي.
فورم \ دبحث خونه