د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ملي اسمبلۍ په خېبر پښتونخوا کې بېړني حالت تصویب کړ

د پاکستان ملي اسمبلۍ نن چهارشنبه د ( اکټوبر۱۴مه) یو پرېکړه ‌لیک تصویب کړ چې له مخې یې په خېبر پښتونخوا کې د ولسمشر لخوا د (اکتوبر په ۱۱مه) د صادر شوي بیړني حالت اعلان تصویب شو.

د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ د وینا پر مهال وویل "د بېړني حالت د اعلان د ملي اسمبلۍ مخې ته وړاندې کول او د هغې منظوري ترلاسه کول یوه اساسي قانوني غوښتنه ده ."

اعظم نذیر تارړ ټینګار وکړ چې په خېبرپښتونخوا کې د کورنیو ګډوډیو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د ایالتي حکومت د جديت د نشتوالي له امله د بیړني حالت اعلانول اړین شوي وو.

اعظم نذیر تارړ وویل "په تېر یوه کال کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ۳۷۸۷ پېښې ثبت شوې دي".

د پاکستان د قانون وزیر وویل چې د خېبر پښتونخوا والي هم شکایت کړی چې د ایالتي حکومت تمرکز د ترهګرۍ پر ضد مبارزه نه، بلکې پر سیاست دی.

هغه زیاته کړه چې والي د یوه لیک له لارې ولسمشر او لومړي وزیر دواړه له وضعیت څخه خبر کړي وو.

اعظم نذیر تارړ زیاته کړه چې د اساسي قانون له مخې د بېړني حالت اختیار، له هر اړخیز غور او بحث وروسته، د وروستي انتخاب په توګه کارول شوی، څو د خیبر پښتونخوا د خلکو ژوند او شتمنۍ خوندي شي.

په ورته وخت کې د دفاع وزیر خواجه اصف په خپلو څرګندونو کې وویل چې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګریزو پېښو د زیاتېدو له امله د بېړني حالت اعلان پرته بله لار نه وه پاتې.

هغه د ترهګرۍ پر وړاندې په پوره ځواک سره د مبارزې لپاره د حکومت پر کلک هوډ بیا ټینګار وکړ.

د یادولو وړ ده چې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د یکشنبې په ورځ د ( اکټوبر۱۱مه) په خیبر پښتونخوا کې بیړنی حالت اعلان کړ. په خیبر پښتونخوا کې د پاکستان د زنداني پخواني لومړي وزیر عمران خان د تحریک انصاف ګوند واکمني کوله.

بېړنی حالت یوه اوونۍ وروسته له هغې اعلان شو کله چې د عمران خان پلویانو څو ورځې په دغه ولایت کې لاریونونه وکړل.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG