د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت: ترهگري په رښتینو اقداماتو کمیږي نه په ډیورند د اغزن سیم لگولو


د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د پوځ د څرگندونو په غبرگون کې چې وایي د افغانستان سره په پوله د اغزن سیم غزولو امنیتي وضعیت ښه کړی او ترهگریزې پیښې یې پرله پسې کمې کړي، ویلي دي چې یوازې د پاکستان صادقانه اقدامات د ترهگرو ډلو د فعالیتونه ختمولی شي، اغزن سیم نه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند فواد امان، د امریکا غږ ته وویل: "نه یواځې د افغانستان حکومت بلکه نړیواله ټولنه هم پدې باور ده تر هغه چې د ترهگرۍ پر وړاندې جدي او رښتیني گامونه پورته نشي، که د پاکستان له لورې وي او که د نورو هیوادونو له لورې، مونږ نشو کولای کومه نتیجه ترلاسه کړو."

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره اونۍ د یوې تلیفوني مکالمې په خپرولو سره ادعا وکړه چې د کندهار ولایت د وروستۍ حملې بریدگر په مستقیمه توگه دننه له پاکستان نه "سوق او اداره کیدل".

د کندهار په امنیه قوماندانۍ باندې د طالبانو وروستي برید کې لږ تر لږه ١٠ تنه ووژل شول او شاوخوا ٦٥ ټپیان شول.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال آصف غفور، پرون د جولای په ٢٠ په واشنگټن کې د خبرو پر وخت وویل هغه ساحې چې د ترهگریزو فعالیتونو شاهدې وې، اوس هلته پوځ ساختماني پروژې پرمخ بیایي.

د افغانستان حکومت تل پاکستان د ترهگرو ډلو په زده کړو، تمویل او تجهیز ملامتوي او ویلي یې دي چې ترهگرې ډلې په پاکستان کې پناه ځایونه لري او په هغه هیواد کې خپل بریدونه پلان کوي او په افغانستان کې یې عملي کوي.

خو پاکستان تل دغه تورونه رد کړي او ځان د ترهگریزو بریدونو قرباني گڼي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني تیره اونۍ وویل: "د افغانستان په وړاندې نا اعلان شوې جگړه چې د پاکستان نه پیل شوې وه" اوس هم دوام لري او د هغه په وینا ترهگرې ډلې اوس هم هلته پناه ځایونه لري او په پاکستاني مدرسو کې ملاتړي بنسټونه لري.

پاکستان له څه باندې یوه کال راهېسې د ډیورنډ پر کرښې د اغزن سیم لګولو پروژه پیل کړې ده، دا کرښه شاوخوا ۲۵۰۰ کیلیو مېتره ده.

XS
SM
MD
LG