د لاس رسي وړ اتصالات

پر'بین الافغاني' خبرو او اوربند د امریکا، روسیې، چین او پاکستان موافقه


د امریکا، روسیې، چین او پاکستان ځانګړو استازو د افغان سولې په اړه دریمه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې پر دایمي اوربند او افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو پر پیلېدو موافقه کړې ده.

دغه څلور اړخیزه غونډه چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترڅنګ،د روسیې ځانګړي استازي ضمیر قابلوف، د چین ځانګړي استازي ډینګ جیون او د پاکستان استازي پکې ګډون کړی و د چهار او پنجشنبې په ورځو په بیجینګ کې تر سره شوه.

زلمي خلیلزاد د «جولای پر۱۳مه» پر خپل ټویټر لیکلي چې په دغه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او د بین الافغاني مذاکراتو له پیلېدو سره سم د یو دایمي اوربند پر رامنځته کېدو موافقه وشوه.

هغه ویلي:"موږ موافقه وکړه چې د طالبانو، افغان حکومت، او نورو افغانانو تر منځ بین الافغاني مذاکرات باید سمدستي پیل شي؛ دا مذاکرات باید ژر تر ژره د سولې یو چوکاټ وړاندې کړي؛ او د راتلونکي لپاره یو داسې همه شموله سیاسي طرح وړاندې کړي چې ټولو افغانانو ته دمنلو وړ وي."

د یادې څلور اړخیزې غونډې ګډونوالو له نورو نړیوالو شریکانو هم غوښتي چې د مذاکراتو د پیلېدو سره سم په دغه پروسه کې ورګډ شي.

د یادې غونډې تر پای ته رسېدو وروسته پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې یاده غونډه د امریکا، چین او روسیې د درې اړخیزې غونډې لړۍ وه چې دا ځل پکې پاکستان هم ګډون کړی و.

اعلامیه وايي، د غونډې ګډونوالو د «بین الافغاني» مذاکراتو د تېرو او راتلونکو غونډو څخه د ملاتړ ترڅنګ د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې له فرصت څخه په استفادې ژر تر ژره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

بیان په راتلونکي کې د یادې غونډې د ګډونوالو د زیاتېدو خبر هم ورکړی دی.

پر همدې مهال د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ یادې غونډې ته په اشارې وايي، د هر هغه حرکت چې د افغانستان سولې له بهیر سره مرسته کوي دوی یې ملاتړ کوي.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیر نن شنبه په دې اړه رسنیو ته په لېږلي غږیز کليب کې ویلي، افغان حکومت سولې ته د رسېدو لپاره له خپلو نړیوالو شریکانو سره په جدي توګه کار کوي.

هغې ویلي: "د ولسمشر غني لومړیتوب هم همدادی چې په هېواد کې داسې سوله تامین شي،چې د افغانانو ګټې پکې خوندي وي."

د افغان سولې په اړه د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د ځانګړي استازو څلور اخیزه غونډه پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د جولای پر ۷ او ۸مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شول او همدارنګه د یادې میاشتې پر ۹مه په دوحه کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ اوم پړاو مذاکرات پای ته ورسېدل.

XS
SM
MD
LG