د لاس رسي وړ اتصالات

سرتاج عزیز: طالبان کابل نشي نیولی 


ښاغلی عزیز وايي کابل نه پوهیږي، چې له طالبانو سره د اورپکو په توګه معامله وکړي او که په ملي سیاست کې د یو برخوال په توګه
ښاغلی عزیز وايي کابل نه پوهیږي، چې له طالبانو سره د اورپکو په توګه معامله وکړي او که په ملي سیاست کې د یو برخوال په توګه

د پاکستان د صدراعظم نواز شریف د بهرنۍ اړیکې سلاکار سرتاج عزیز وايي چې طالبان کابل او یا د افغانستان نورې سیمې نشي نیولې، خو د د ډېر وخت لپاره به يي اورپکي او ورانکاري روانه وي.

هغه وايي چې نړیوال ځواکونه له افغان ځواکونو سره مرسته کوي چې طالبان نورې سیمې ونه نیسي.

ښاغلي عزیز همدغه راز وویل افغانستان تر هر څه مخکې سولې ته ضرورت لري. هغه وايي افغانستان باید پر پاکستان د انتقادونو پر ځای له طالبانو سره د خبرو او ترهګرۍ د ختمولو لپاره دې پر خپلې تګلارې له سره کتنه وکړي.

ښاغلي عزیز له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې په افغان حکومت کې له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه سیاسي اجماع نشته، هغه وايي همدغه کار له طالبانوسره د سولې د خبرو د هڅو، چې نړیوال یې هم ملا تړي، مخه نیولې ده.

ښاغلی عزیز وايي کابل نه پوهیږي، چې له طالبانو سره د اورپکو په توګه معامله وکړي او که په ملي سیاست کې د یو برخوال په توګه. ښاغلي عزیز ټېنګار وکړ چې باید له طالبانو سره د خبرو لپاره یوه اجماع موجوده وي.

هغه وویل له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د هغوی تګلاره یوه نه ده. هغه د افغانستان د ملي یوالي پر حکومت غږ وکړ چې "طالبانو او نورو اورپکو ډلو ته یو ښکاره پیغام ورکړي او ورته ووايي چې ټوله نړۍ له هغوی څخه غواړي چې له کابل سره خبرې وکړې او ستونزه حل کړي، ځکه چې هېڅوک په افغانستان کې جنګ نغواړي".

ښاغلي عزیز وویل که افغان حکومت دا کار وکړي طالبان " به هم تر سخت فشار لاندې راشي او که په ۲۰۱۷ کال کې جدي خبري پیل شي، دا به په افغانستان کې د سولې د راوستلو لپاره زموږ یوه لویه هیله وي".

هغه وايي یوازې پوځي ځواک طالبان ماتولی نشي. د پاکستان د صدراعظم د بهرنۍ تګلارې سلاکار سرتاج عزیز داسې مهال دا خبرې کوي چې افغان حکومت همدا څو ورځې مخکې وویل چې د کندهار برید طالبانو کړی او پلان یې د پاکستان په کوټې کې جوړ شوی و.

کابل په وار وار پاکستان په افغانستان کې په روانو نا امنیو کې تورن بولي خو پاکستان دا ادعا ردوي.

XS
SM
MD
LG