د لاس رسي وړ اتصالات

د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان او پاکستان د اړیکو په قوي کولو توافق وکړ


د طالبانو د بهرنیو وزیر امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره
د طالبانو د بهرنیو وزیر امیر خان متقي د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي ویلي دي پاکستان او افغانستان توافق کړی چې خپلې دپلوماتیکې اړیکې به قوي کوي.

وانګ، چې د پاکستان د بهرنیو چارو او د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د وزیرانو اسحق دار او امیر خان متقي ترمنځ د یوې غیر رسمي غونډې کوربه و، په یوې اعلامیې کې ویلي: «چین د دې کار هرکلی کړی او لیوال دی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د اړیکو په ښه کولو مرسته وکړي».

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۱ (ثور۳۱) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې «په دپلوماتیک تعامل، تجارتي او ترانزیتي تسهیلاتو کې د زیاتولو په ګډون په دوه اړخیزو اړیکو کې د مثبت تحرک» هرکلی کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم په خپل ایکس حساب کې «افغانستان سره د دواړو هیوادونو [چین او پاکستان] سیاسي او اقتصادي اړیکې مهمې بللي او هیله یې ښودلې چې راتلونکي کې په یادو برخو کې ښه پرمختګونه» وشي.

راپورونه وايي چې امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سره په خبرو کې له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري اېستلو په اړه هم اندېښنه شریکه کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دار او متقي توافق وکړ، چې ژر په کابل کې د دریو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه درې اړخیزه غونډه جوړه کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز ویلي دي چې بیجینګ کې په دغې غونډې کې د «یو کمربند، یوه لار» د پروژې د تقویت او «افغانستان ته د پاکستان-چین د اقتصادي دهلیز د غځولو» په اړه هم خبرې وشوي.

د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ په دې وروستیو کې روابط خراب شوي دي، پاکستان ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې پاکستاني طالبانو ته پناه ورکړې او هغوی له دې ځای څخه په پاکستان کې بریدونه پلان کوي.

پاکستاني پوځيانو هم په افغانستان کې بریدونه کړي. د طالبانو حکومت تېرکال په ډسمبر کې وویل چې د پاکستان د پوځ په یوه هوايي برید کې په پکتیکا کې ۴۶ ولسي افغانان، چې اکثریت یې ښځې او ماشومان دي، ووژل شول.

پاکستان په افغانستان کې دا بریدونه تائید نه کړل، خو ویلي دي چې د اورپکو په ضد، چې په وینا یې په افغانستان کې پټنځایونه لري، د «ترهګرۍ ضد عملیات» کوي. طالبان د پاکستان دا ادعا ردوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG