د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د سولې د بهیر پر ژر پیلېدو ټینگار


افغانستان او پاکستان پر دې موافقه کړې چې له طالبانو سره خبرې ژر پیل شي
افغانستان او پاکستان پر دې موافقه کړې چې له طالبانو سره خبرې ژر پیل شي

نن کابل "له پولې هاخوا" تر سرلیک لاندې د سیمه ییز امنیت ډلې د ناستې کوربه و. غونډې ته د یو شمېر ډیپلوماتانو سربېره، د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي، پوځي جنرالان او د ملي شورا استازي هم بلل شوي و.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې، له طالبانو سره د سولې خبرې اترې، له ترهګرۍ سره په مبارزه کې صادقانه همکاري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد رامنځته کول د بحث اصلي ټکي و.

په کابل کې د برېټانیې سفیرې کرن پیرس وویل چې د پاکستان په پرتله افغانستان د ناامنۍ له ورانوونکو ګواښونو سره مخامخ دی او اړتیا ده چې د هرې شونې لارې څخه په استفادې د سولې بهیر پیل شي.

پیرس د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په اشارې د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ پرمخامخ خبرو تینګار وکړ او ژمنه ېې وکړه چې لندن لیواله دی د ستونزو څخه د خلاصون په چاره کې له دغو هېوادونو سره همکاري وکړي.

د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو فعالین په کابل کې سره راغونډ شوي دي
د افغانستان او پاکستان د مدني ټولنو فعالین په کابل کې سره راغونډ شوي دي

کارپوهان د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ ماتېدونکو اړیکو ته په پام وايي چې اړتیا ده شته بې اعتمادي له منځه لاړه شي څو ددغو دوو ګاونډیانو ترمنځ طبیعي لیوالتیا پیدا او اړیکې ېې په پایداره توګه ښې شي.

د افغانستان د پوځ پخواني لوي درستیر، سترجنرال شیرمحمد کریمي له پوځي اړخه د دواړو هېوادونو پر اړیکو رڼا واچوله او یادونه یې وکړه چې د پوځیانو ترمنځ شته تفاهم باید پیاوړی او د منظمو ناستو تابیا وشي.

له بلې خوا بیا د ناستې یوه ګډونواله او د پاکستان د ملي اسامبلې غړې، شازیه مري پر ریښتینو خبرواترو تینګار کوي او واېې چې دوی کابل ته له سیاستوالو، متقاعد جنرالانو او خبریالانو سره ځکه راغلي چې له خپل افغان لوري سره صادقانه خبرې وکړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر، ابرار حسین د اغلې مړي د خبرو په تائید یادونه وکړه ترهغه چې د ددغو ملکونو خلک سره یوځاي نشي، د اړیکو د ښه والي په چاره کې د دولتونو هڅې بې پایلې دي. نوموړي وویل، دولتونه خلک له یوبله بیلولی نشی مګر دا چې سیمې کې پراته ولسونه خپلې اړیکې ټینګې ونه ساتي.

له بل لوري د سولې په چارو کې د افغانستان د جمهور رییس سلاکار، قطب الدین هلال پر دوه اړخیزو هڅو ټنیګار وکړ او ویې ویل چې دغه شان ناستې کولای شي د آزاد خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

د سولې د پر ټپه دریدلي مذاکراتو پر سر بحثونه هغه مهال تاوده شول چې شاوخوا دوه اونۍ وړاندې پاکستان ته د جمهور رییس اشرف غني د سفر پر مهال پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې طالبان به د مذاکراتو میز ته حاضر کړي.

د افغان چارواکو او طالبانو ترمینځ د سولې لومړي مخامخ خبرې د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې؛ د پاکستان په مري کې ترسره شوې، خو دویم پړاو یې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې د خبر د خپرېدو له امله وځنډېد.

پخوا تردې هم، د طالبانو او د سولې په بهیر کې د مینځګړو هېوادونو ترمنځ خبرې شوي؛ خو د تمې پرخلاف ېې پایله نه لرله.

XS
SM
MD
LG