د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پر خپل هوايي حریم بندیزونه نور هم وغځول


پاکستان د فبرورۍ په میاشت کې خپل هوايي حریم وتړه

د پاکستان د هوانوردۍ چارواکي وایي د پاکستان له لارې هند ته هوايي پروازونه به د جون تر ۱۴ نیټې پورې بند وي.

د دغې ادارې یو ویاند رویټرز ته د چهارشنبې په ورځ (مۍ۲۹) دا خبره وکړه، خو دا یې نه دي ویلي چې له دغې نیټې وروسته به دا پروازونه پرانیستل شي او که نه.

څه موده مخکې د پاکستان د هوانوردۍ ادارې یو چارواکي ویلي وو چې د حالاتو له ارزولو وروسته به په دې اړه پرېکړه کیږي. د پاکستان په دغه کار سره هند او د جنوبي اسیا ځینو نورو هېوادونو ته د مساپرو او کارګو پراوزنه ټکني شوي او ورسره د پروازونو وخت او قیمت هم زیات شوی دی.

د پاکستان په دغې پرېکړې سره له افغانستان څخه هند ته پروازونه هم اغیزمن شوي دي. همدا څو ورځې مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني په کابل کې د پاکستان له سفیر سره په ملاقات کې وغوښتل چې د پاکستان له لارې هند ته د افغانستان پر پروازونو بندیز لېرې کړل شي.

د وزارت ویاند صبغت الله احمدي د یکشنبې په ورځ )د وري میاشتې پر ۲۵مه( امریکا غږ ته وویل، چې د پاکستان سفیر په دغه لیدنه کې ژمنه کړې چې د خپل هېواد فضايي حریم به ډېر ژر د افغانستان د پروازونو پر مخ پرانیستل شي.

پاکستان د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې له هغه ورسته خپل هوايي حریم د نړیوالو پروازونو پر مخ وتړلو چې له هند سره یې اړیکې خرابې شوې.

هند څه موده مخکې ادعا وکړه په پاکستان کې دننه یې د اورپکې ډلې، جیش محمد، مرکز بمبار کړی دی. دغه ډله په پلوامه کې د هند پر نیمه پوځيانو شوي هغه ځانمرګي برید تورنه ده چې په کې لسګونه سرتیري وژل شوي وو. د دغې پیښې وروسته د اسلام اباد او ډیلي تر منځ اړیکې خورا خرابې شوي دي.

XS
SM
MD
LG