پاکستان او سري لانکا د ځوانو ستوریو د کرکټ اسیا کپ فاینل ته ووتل

د پاکستان کرکټ لوبډلې د جمعې په ورځ (نومبر۲۷) د ځوانو ستوریو د اسیا کپ سیالیو په نیمه پایلوبې کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او د دغو سیالیو پایلوبې ته ووت.

د بنګله دېش الف لوبډلې د پاکستان الف لوبډلې ته د ۲۳۲ منډو هدف وټاکه، چې پاکستان الف د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.

په لومړۍ نیمه پایلوبې کې بیا سري لانکا الف لوبډلې د هند د الف لوبډلې د ۳۱۸ منډو هدف پوره کړ.

د سري لانکا د سر دوو لوبغاړو لسیت او سینت سلیزې وکړې.

د دغو سیالیو پایلوبه د یکشنبې په ورځ ده.

د افغانستان الف لوبډله (افغان ابدالیان) هم په دغو سیالیو کې و، خو په ګروپي لوبو کې له سیالیو بهر شول.

افغان ځوانانو په دریو لوبو کې یوه لوبه وګټله. سري لانکا او بنګله دېش ورته ماتې ورکړې او له هانګ کانګ څخه یې وګټله.

دا لوبې د قطر په پلازمینه دوحه کې کېږي.

​
XS
SM
MD
LG