د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د افغانستان سره د کرکټ سیالیو ته ۱۸ لوبغاړي اعلان کړل


د پاکستان کرکټ بورډ له افغانستان سره دریو یوې ورځنیو لوبو ته د بابر اعظم په کپتانۍ کې د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل.

د پاکستان د ملي لوبډلې د غوراوي د کمېټې مشر انضمام الحق د چهارشنبې په ورځ اګست نهمه (زمری۱۸) په یو خبري کنفرانس کې دا سکواډ اعلان کړ.

انضمام الحق وویل چې دا لوبغاړي د افغانستان په مقابل لوبو او د اسیا کپ سیالیو لپاره غوره شوي دي. دا درې یوه ورځنۍ لوبې د افغانستان په کوربتوب په سري لانکا کې د اګست په ۲۲ نېټه پېلېږي، دویمه لوبه یې په ۲۴ او وروستۍ یې په ۲۶ نېټه ده. د اسیا کپ سیالۍ بیا د اګست په ۳۰ نېټه په پاکستان کې پیلېږي.

دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان ترمنځ‌ د کرکټ د یوې ورځنیو لوبو لړۍ کېږي، دا لوبې، چې د ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته د غوراوي د پړاوې لوبې وې، باید په ۲۰۲۱ کال کې شوې وای، خو پاکستان وځنډولې.

تر دغو لوبو څو میاشتې مخکې په متحدو عربو اماراتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ درې شل اوریزې سیالۍ هم وشوې چې افغانستان ۲-۱ وګټلې.

په هغو لوبو کې د پاکستان کپتان بابر اعظم او د محمد رضوان په ګډون ځینې مهم لوبغاړي نه وو، خو انضمام الحق وویل چې را روانو دریو سیالیو لپاره یې ځکه ټول لوبغاړي غوره کړي چې «افغانستان یوه مکمله لوبډله ده او له هرې لوبډلې سره مقابله» کولای شي.

افغانستان څو ورځې مخکې د دغو سیالیو لپاره د حشمت شهیدي په مشرۍ د ۱۶ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. افغان لوبغاړي د سه شنبې په ورځ سري لانکا ته روان شول چې دغو سیالیو ته چمتوالی ونیسي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG