د لاس رسي وړ اتصالات

شهباز شریف د اداري فساد په تور بندي شو


د مسلم لیگ نواز گوند مشر شهبازشریف
د مسلم لیگ نواز گوند مشر شهبازشریف

د پاکستان د پخواني صدراعظم ورور شهباز شریف د اداري فساد په تور بندي شوی دی.

د پاکستان د اداري فساد ضد ادارې د جمعې په ورځ وویل چې د حکومت د مخالف گوند مسلم لیگ نواز د گوند مشر شهبازشریف، یې د اشیانه په نامه د ارزان قیمته کورونو په جوړولو کې د فریبکارۍ او جعل په تور نیولی دی.

د مسلم لیگ نواز گوند په مشر شهبازشریف، باندې تور لگول شوی چې د ٢٠١٣ او ٢٠١٨ کلونو ترمنځ د پنجاب ولایت د ریاست پر وخت یې د خپل صلاحیت نه ناوړه استفاده کړې د کور جوړولو د حکومتي پروگرام قراردادونه یې چې لږ عاید لرونکو پاکستانیانو ته ځانگړي شوي وو هغه چا ته ورکړي چې له ده سره یې سیاسي ارتباط درلود.

د مسلم لیگ نواز گوند د ښاغلي شریف نیول غندلي او ویلي یې دي چې د عمران خان په مشرۍ حکومت شهبازشریف د سیاسي اختلافونو قرباني کړی دی.

د شهباز شریف ورور د پاکستان پخواني صدراعظم نواز شریف هم تیر کال د اداري فساد په تور د صدرات له مقام نه گوښه کړای شو. نواز شریف د پاکستان د جولای د ٢٥ انتخاباتو څخه لس ورځې مخکې بندي کړای شو.

د مسلم لیگ نواز گوند د پاکستان په پارلماني انتخاباتو کې دوهم ځای خپل کړی دی. دغه گوند او د پاکستان نور عمده گوندونه وایي چې په انتخاباتو کې درغلۍ شوي دي.

XS
SM
MD
LG