د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان واکمن گوند شهباز شریف خپل رئیس وټاکه


نواز شریف او ورور یې شهباز شریف
نواز شریف او ورور یې شهباز شریف

د پاکستان واکمن گوند مسلم لیگ (ن) د سه شنبې په ورځ (فبروري۲۷) شهباز شریف د خپل نوي مشر په توگه وټاکه.

شهباز شریف به د خپل ورو نواز شریف ځای ونیسي چې څو ورځې مخکې د پاکستان سترې محکمې د گوند د مشرۍ لپاره بې صلاحیته اعلان کړ.

د مسلم لیک گوند همداشان یو بل گام هم پورته کړ او نواز شریف یې د "ژوند تر پایه" د مشر په توگه وټاکه چې دغه کار ښایي د سترې محکمې د پریکړې ضد یو عمل وي چې تیره اونۍ یې ښاغلی شریف د گوند د مشرۍ نه منع کړ.

د ٢٠١٧ کال په جولاۍ کې د پاکستان سترې محکمې د نواز شریف د اداري فساد د تورونو په نتیجه کې نواز شریف د صدارت له څوکۍ نه بې صلاحیته اعلان کړ او که د اداري فساد ځانگړې محکمه چې ډیر ژر به دایره شي ښاغلی شریف گرم وبولي، کیدای شي چې هغه بندي هم شي.

د مسلم لیگ (ن) گوند یو لوړپوړي چارواکي مشاهدالله خان ویلي چې "د مارچ په ٦ به د گوند عمومي شورا غونډه وکړي او شهباز شریف به د خپل دایمي مشر په توگه وټاکي".

همداشان که د مسلم لیگ (ن) گوند بیا عمومي انتخابات وگټي نو شهباز شریف به د پاکستان د اوسني صدراعظم شاهد خاقان عباسي ځای ونیسي.

د نواز شریف پر وړاندې د قانوني گواښونو سره سره دغه ٦٨ کلن سیاستوال پر خپل گوند باندې ټینگ نفوذ ساتلی دی. هغه درې ځلې د پاکستان د صدراعظم په توگه ټاکل شوی او هر ځل د خپل دورې د بشپړولو دمخه له کاره گوښه کړای شوی دی.

ښاغلی شریف په ١٩٩٣ کې د جمهوري ریاست د یو فرمان، په ١٩٩٩ کې د پوځي کودتا په نتیجه کې او دادې په ٢٠١٧ کې د سترې محکمې د حکم په نتیجه کې کار گوښه کړای شوی دی.

د نواز شریف ورور ٦٦ کلن شهباز شریف د پنجاب والي دی او د سترو عمراني پروژو د جوړولو په مدیریت باندې مشهور دی.

XS
SM
MD
LG