د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال منیر: د قانوني اسنادو نلرونکي بهرني کډوال د پاکستان په امنیت او اقتصاد ناوړه اغیز لري


د پاکستان د پوځ مشر جنرال عاصم منیر له دغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو په اړه د لنډ مهاله حکومت د پریکړې څخه دفاع کړې او ویلي دي چې د اسنادو نلرونکي بهرني کډوال د پاکستان امنیت او اقتصاد باندې ناوړه اغیز کوي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو د دفتر(ISPR) له خوا د پنجشنبې په ورځ ډسمیر اووم (لیندۍ ۱۶) په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیر له قوله ویل شوي چې پاکستان په باعزت ډول د قانوني اسنادو نلرونکي بهرني کډوال خپلو هیوادونو ته ستنوي.

جنرال منیر ویلي: "د حکومت له خوا د هغوی د ستنولو پریکړه د پاکستان د ګټو پر اساس شوې ده. غیرقانوني بهرني کډوال خپلو هیوادونو ته د ټاکل شویو معیارونو پر اساس په انساني او باغزت ډول ستنول کیږي".

جنرال منیر د پنجشنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا ایالت د لومړنیو ملي کارکوونکو یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي: "د قانوني اسنادو نلرونکي بهرني کډوال د پاکستان امنیت او اقتصاد په جدي ډول اغیزمن کوي".

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو ۱.۷ میلیونو کډوالو چې د اټکل له مخې ۱.۴ میلیونه یې افغان کډوال دي د ایستلو پریکړه وکړه.

ددې پریکړې له مخې په پاکستان کې میشتو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو ته د نومبر د میاشتې تر لومړۍ ورځې پورې له دغه هیواد څخه د وتلو مهلت ورکړ شوی و او ویل شوي و چې د مهلت د نیټې د پوره کیدو وروسته به دغسې کډوال ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه شي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي چې ددې پریکړې له اعلان وروسته د پنجشنبې ورځې پورې ۴۵۰ زره افغان کډوال له دغه هیواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه د طالبانو د حکومت په ګډون د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د غبرګون سره مخ شوې ده.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې د ټولو هغو هیوادونو چې افغان کډوال په کې اوسیږي غوښتي، چې افغانان مجبور نکړي، چې په زور او بې له آماده ګیو څخه جبرا وشړل شي.

همداشان د ملګرو ملتونو څو ادارو هم له پاکستان څخه په ډله ییز ډول د افغان کډوالو شړلو پریکړه غندلې او ددغه هیواد څخه یې غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پلان دې لغوه کړي.

پاکستان حکومت وايي چې اوس مهال په دغه هیواد کې له څلورو میلیونو زیات افغان کډوال اوسیږي چې ۱.۷ میلیونه یې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

تیره اونۍ د پاکستان سترې محکمې له دغه هیواد څخه د افغان کډوالو د ایستلو په خلاف په یوې عریضې د غور پر مهال وویل چې پاکستان د کډوالو د خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د کنوانسینونو ته متعهد دی او په دې اړه یې حکومت ته یوه اطلاعیه صادره کړه.

د پاکستان لوړ پوړو چارواکو ددغه هیواد په امنیتي پیښو کې د افغانانو د ګډون په اړه په پرله پسې ډول څرګندونې کړي دي.

نږدې دوه اونۍ دمخه د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یو افغان د خیبرپښتونخوا د ایالت د بنو په ولسوالۍ کې د پاکستان د پوځ د منسوبینو پر وړاندې یو افغان ځانمرګی برید کړی دی.

د خېبرپښتونخوا په بنو کې په دې برید کې د سرحدي قول اردو "ایف سي" ۱۳ منسوبین او ۸ عام وګړي ټپیان شوي او یو تن په کې وژل شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ د ډسمبر اول (لیندۍ لسم) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په ولسوالۍ کې د تروریستي برید او دې ته ورته نورو بریدو په اړه وویل چې د پاکستان د قانون نافذونکو ادارو چارواکي دا برید د تحریک طالبان پاکستان پورې د مربوطو افرادو چې د افغانستان دننه فعال دي کار ګڼي.

میرمن بلوڅ وویل چې پاکستان په دې اړه خپلې جدي اندیښنې څرګندې کړي او هیله لري چې افغان چارواکي به په عاجل ډول ددغسې افرادو په خلاف اقدام وکړي او هغوی به پاکستان ته وسپاري.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د مشر دغو تازه څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی، خو دمخه ددغه حکومت چارواکو د پاکستان په امنیتي پیښو کې د افغانانو د لاس لرلو په اړه د دغه هیواد د چارواکو څرګندونې ردې کړي دي.

د طالبانو حکومت ویاند ویلي چې افغانستان په پاکستان کې دننه د امن د ټينګولو مسئولیت نه لري او د هغه په وینا پاکستان باید "خپل کورني مسائل پخپله حل کړي او د خپلو ناکامیو پړه دې پر افغانستان نه اچوي."

د مجاهد په وینا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له رامنځته کیدو وروسته "په پاکستان کې نا امني زیاته شوې، د دې دلیل نشي کیدای چې ګنې موږ به د پاکستان د نا امنیو تر شا یو."

د طالبانو د حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې هیچا ته ددې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف و کاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG