د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ مشر په افغانستان کې د 'ترهګرو ډلو د موجودیت او فعالیت په اړه اندېښنه' ښودلې


د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر یو ځل بیا په افغانستان کې تروریستي ډلو د پټنځایونو او په ازاد ډول د دغو ډلو فعالیتونو باندې ژوره اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې پوځ به یې ددغو ډلو له منځه وړلو او خپلو خلکو د ساتلو لپاره د هیڅ ډول هڅو څخه ډډه ونکړي.

جنرال منیر د دوشنبې په ورځ اګست اووم (زمری۱۶) د پیښور په بالاحصار کې یوې غونډې ته په وینا کې یوځل بیا د طالبانو حکومت باندې ددغه هیواد مخالفو وسله والو ته د پناه او په ازاد ډول د فعالیت د اجازې د ورکولو تور ولګوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د جنرال منیرله قوله ویل شوي:" پاکستان د افغانستان په خاوره کې هغو ډلو ته چې بندیز پرې لګول شوی د پناه ځایونو په ورکولو او په ازاد ډول د دغو ډلو په اقداماتو باندې اندیښمن دی."

جنرال منیر وویل، چې د پاکستان امنیتي ځواکونه به ددغو تروریستي ډلو له منځه وړلو او د خپلو خلکو د ساتلو لپاره په ټول توان سره هڅې وکړي.

همداشان جنرال منیر په پاکستان کې په تروریستي فعالیتونو کې د افغانانو په ښکیلتیا باندې یو ځل بیا اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو ښکیلتیا د سیمې ثبات ته زیان رسوي . هغه وویل،چې دا ډول اقدامات د دوحې له هوکړې څخه سرغړونه ده.

د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ د مشر تازه ادعاو په اړه تراوسه غبرګون نه دی ښودلي، خو ددې دمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې د پاکستاني چارواکو دا ډول تورونه بې اساسه بللي وو.

ذبیح الله مجاهد ویلي و: "اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي. که کومه اندېښنه وي، د اسلامي امارت له مسؤلینو سره دې مخامخ شریکه شي، نه دا چې په رسنیو کې بې بنسټه ادعاوې وکړي او د خلکو ذهنونه مغشوش کړي. ښکاره ده چې دا ډول ادعاوې د دواړو هېوادونو او خلکو په ګټه نه دي".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري تیره اونۍ په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د وینا ګواښ وکړ چې که د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد د کیدونکو ترهګریزو بریدونو مخه ونه نیول شي نو پاکستان بیا دا اختیار لري چې په ترهګرو پسې افغانستان ته ننوځي.

د ښاغلي زرداري دغه ګواښ ته د پاکستان پخواني صدراعظم عمران خان، چې اوس مهال په زندان کې دی په غبرګون کې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو وړاندې د اشرف غني حکومت د هند پلوی او د پاکستان پر ضد و. هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د اسلام اباد دپاره مهم فرصت دی ترڅو له کابل سره د خپلو ګټو په اساس غوره اړیکې پرمخ یوسي.

د عمران خان په خبره، د افغانستان دننه د ترهګرو خلاف د عملیاتو کولو په اړه د بلاول بوټو زرداري ګواښونه په پاکستان کې د ترهګرۍ ستونزه نه هواروي بلکې له امله یې د کابل او اسلام اباد اړیکې نورې هم خړې پړې کیږي.

د پاکستان د پوځ مشر دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په دغه هیواد کې یو لوړ پوړي چارواکي امریکا غږ ته ویلي‌ دي چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د سرحد په پورې غاړې او په پاکستان کې بریدونه "حرام" بللي دي.

دغه چارواکي، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، امریکا غږ ته ویلي دي، چې دا مسئله کابل ته د اسلام اباد څخه د ورغلي پلاوي سره په خبرو کې مطرح شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG