د پاکستان عالي محکمې د پاکستان د لوی درستیز جنرال جاوید باجوه کاري موده شپږ میاشتې نوره هم وغځوله.
تر دې مخکې دغې محکمې د ښاغلي باجوه د کاري مودي د غځولو په اړه د حکومت پرېکړه رد کړې وه.
د پاکستاني د عالي محکمې مشر آصف سعید وویل: " موږ دا قضیه پارلمان ته سپارو چې په اړه یې اړوند قوانین ترتیب کړي. "
کله چې عالي محکمې د جنرال باجوه د کاري مودې پرېکړه رد کړه، ډېر ناظرین او څارونکي یې حېران کړل.
د عمران خان حکومت پرېکړه کړې وه چې ښاغلی باجوه به درې کاله نور هم د پوځ مشر وي، خو عالي محکمې وویل چې باید د دغه کار لپاره ټول دلایل او انګیزې واضح او روښانه شي.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې د دغه هېواد د لوی درستیز کاري دوره درې کاله وي. دا قانون په ۱۹۷۲ کال تصویب شو او له هغه را وروسته د پاکستان ملکي حکومت فقط یو ځل د لوی درستیز کاري دوره غځولې ده.
که د شپږ میاشتو لپاره د ښاغلي باجوه د کاري مودې د غځولو وړاندیز ونه منل شي، د پاکستان د لوی درستیز په توګه د هغه کاري دوره سبا جمعه د نومبر په ۲۹ ختمه شي.