د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په پوځ د افراطي مظاهره چیانو د ملاتړ تورونه لگیدلي


د تحریک لبیک یا رسول الله غړي په اسلام اباد کې د مظاهرو په وخت
د تحریک لبیک یا رسول الله غړي په اسلام اباد کې د مظاهرو په وخت

د پاکستان پوځ د حکومت نه غوښتي چې د مظاهره چیانو په ضد د تشدد نه کار نه اخلي

په پاکستان کې د بریلوي فرقې د تحریک لبیک یا رسول الله د ختم نبوت په مسله د حکومت په ضد لارو کوڅو ته راوتلي دي. د جمعې د ورځې نه د امنیتي حالت د خرابیدو نه وروسته د پاکستان حکومت د پوځ مشر ته فون وکړ او دمظاهره چیانو د کنټرولولو په لړ کې یې ترینه مرسته وغوښتله.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال غفور په خپل ټویټر ولیکل چې د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان صدراعظم شاه خاقان عباسي ته ټیلفون کړی و او ورته یې ویلي چې غواړي چې دواړه خواوې دغه مسله په سوله ایزه توگه حل کړي ځکه چې تشدد د ملت په گټه ندی.

د یکشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ مشر باجوه د صدراعظم عباسي سره په ملاقات کې وویل چې هغوي نه غواړي د خپلو خلکو په ضد عملیات وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد تقي وایي چې "زما په نظر په دی کې شک نشته چې دغه خلک پوځ اسلام اباد ته راوستلي دي.دا اوسنۍ مسله د پاکستان د پوځ د ویناگانو نه شروع شویده. د پوځ ویاند میجر اصف غفور شاوخوا یوه میاشت مخکې په خپله وینا کې ویلي و چې مونږ د ناموس رسالت لپاره ځانونه قربانولو ته تیار یو."

محمد تقی زیاتوي چې په پاکستان کې د پوځ او استخباراتي ادارو مدام دا کوښښ وي چې سیاستمدارانو ته حکومت ورکړي خو قدرت ورته ورنکړي او یواځې پوځ د قدرت خاوندان وي.

ښاغلي تقي وویل چې د خواشینۍ خبره دا ده چې د پاکستان پوځ حکومت او ترهگرو ته یوشان نظر کوي. "باجوه ته د یاغیانو او د حکومت ترمنځ هیڅ فرق نه ښکاري؟ دغو کسانو خو خلک یرغمل نیولي دي. دا خو پوځ بغاوت کړیدی.چې کله هم د سیاستمداران د پوځ سره په ټکر شي نو هغوي داسې گامونه پورته کړي چې حکومت کمزوری شي."

په پیښور کې د سیاسي چارو کارپوه خادم حسین وایي چې د پاکستان پوځ د حکومت هغې غوښتنې ته ځواب ونه وایه چې مظاهره چیان دې کنټرول کړي. داسې ښکاري چې په پوځ کې ځینې عناصر کوښښ کوي چې پارلیمان ختم کړي.

هغه زیاتوي."د پاکستان پوځ غواړي د دغې نه ځېنې ملکي گټې ترلاسه کړي او بهرنۍ پالیسي کنټرول کړي. پوځ دا هم غواړي چې یو داسې حکومت ولري چې هغوي په افغانستان کې د پوځ په پالیسۍ او په گاونډی ملکونو کې د ملېشو په کارولو اعتراض ونلري."

خادم حسین وایي چې د بریلوي فرقه چې پخوا یې د تشدد نه کار ندی اخیستې ، اوس د ختم نبوت په نوم د سیاسي اهدافو لپاره استعمالیږي.

د پاکستان یو پخوانی پوځي خالد منیر د دغو اعتراضونو سره موافق ندی. هغه وایي چې په پوځ باندې پخوا هم د ترهگرو سره د مرستې تورونه لگیدلي دي. "د پاکستان پوځ د مظاهره چیانو د کنټرول لپاره په خپله نه راځي. اول دا کار د پولیسو دی. چې کله پولیس ناکامه شي، ځانگړي ځواکونه ناکامه شي نو د هغې نه وروسته پوځ راځي."

د پاکستان حکومتي گوند چې د نوازشریف گوند دی، د هغې نه وروسته د پاکستان د پوځ سره تعلقات خراب شول چې د نوازشریف په لور مریم نوازشریف تور ولگیده چې د ډان ورځپاڼي ته یې د پوځ په هکله ځیني پټ معلومات افشا کړي دي.

دا لمړنی ځل ندی چې په پاکستان کې د چارو کارپوهان وایي چې د دغه ډول احتجاجونو نه شاته د پوځ لاس دی. د دی نه مخکې هم د پاکستان د حکومت د سیاسي مخالفه گوند مشر عمران خان په اسلام اباد کې د څو اونیو اوږدې مظاهرې کړیدی چې پري سیاسي مخالفینو تور لگولی و چې د استخباراتي ادارو په مرسته یې کړي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG