د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ وايي د طالبانو ویاند ځان ورسپارلی دی


د پاکستان پوځ د احسان الله احسان تسلېمېدل لوی خبر بللی
د پاکستان پوځ د احسان الله احسان تسلېمېدل لوی خبر بللی

د پاکستان پوځ وايي د پاکستاني طالبانو مخکني ویاند او د جماعت الاحرار یو لوړ پوړی چارواکي د پاکستان پوځ ته ځان سپارلی دی.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په یو خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې احسان الله احسان ځان د پاکستان امنیتي ځواکونو ته سپارلی دی.

جنرال غفور وویل"د هېواد د امنیت په اړه د پاکستان خلکو او ادارو یو لوی پرمختګ کړی دی. هغو خلکو چې له پولې د بلې غاړې څخه به یې پر پاکستان بریدونه تنظیمول، خپلو تېروتنو ته متوجه شول. تر دې لا بل غټ خبر به څه وي چې د پاکستان لوی دښمن ځان د پاکستان پوځ ته سپاري".

د جنرال غفور خبري کنفرانس د هغه په رسمي ټویټر کې هم ژوندۍ خپریده.

خو نوموړي ونه ویل چې د پاکستاني طالبانو دغه مخکني ویاند احسان الله احسان چېرته، کله او څنګه ځان د پاکستان پوځ ته سپارلی دی. د پوځ ویاند وویل چې دی د جماعت الاحرار د ډلې غړی هم دی.

د جماعت الاحرار په اړه ډېر معلومات نشته، خو دغې ډلې په افغانستان او پاکستان کې د ځینو بریدونو مسولیت اخیستی او دغې ډلې ته منسوب ځینو کسانو له مطبوعاتو سره خبرې هم کړي دي.

ښاغلی احسان د پاکستاني طالبانو ویاند و چې ډېر کله به یې پر پاکستاني پوځ د بریدونو مسولیت اخیسته او په اړه به یې له مطبوعاتو سره خبرې کولې.

د پاکستاني طالبانو ډله له څو کلونو راهېسې د پاکستان د پوځ پر ضد جنګیږي، پاکستان ادعا کوي چې د دغې ډلې ځینې مشران په افغانستان کې پټ دي، خو افغان چارواکي دا ادعا نه مني.

پاکستاني طالبانو په پاکستان کې ډېر بریدونه کړي، خو د خیبر پښتونخوا په پوځي ښونځي کې یې برید قوي بلل کیږي چې لسګونه کسان یې ووژل چې اکثریت یې زده کوونکي وو.

تر اوسه د پاکستاني طالبانو ډلې د پاکستان د پوځ د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG