د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان لسګونه افغان کډوال نیولي او بندیان کړي


تصویر د دغې پېښې نه دی بلکې پخوانی دی
تصویر د دغې پېښې نه دی بلکې پخوانی دی

په پاکستان کې افغان کمېشنري وايي‌ چې پولیسو د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه افغان کډوال نیولي، بندیان کړي او بېرته یې افغانستان د شړلو تابیا نیسي.

د پاکستان په دېره اسماعیل خان کې چارواکي وايي چې ۴۷ افغانان د جنوبي‌ وزیرستان، ټانک او دېره اسماعیل خان کې نیول شوي دي. وايي له دغو افغانانو سره پاکستان ته د داخلېدو او اوسېدو قانوني اسناد نه وو.

یو پولیس چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي‌ چې دا کسان محکمې ته وړاندې کړل شوي، محکمې دوه زنانه په ضمانت خوشې کړي‌ او د ۳۴ نورو د بېرته شړلو امر یې کړی.

وايي دا کسان یې د پېښور زندان ته استولي او له هغه ځای څخه به یې بیرته افغانستان ته شړي. د مجاهد په نامه یو افغان کډوال وايي‌ چې په نیول شویو کسانو کې یې «مور، ورېنداره، ورور او وراره شامل دي» چې په خبره یې ورور یې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد هم لري، خو بیا نیول شوی او بندي ‌شوی دی.

نوموړی وايي دوې میاشتې کېږي چې د کورنۍ غړي یې د پېښور په زندان کې دي.

د افغان کمېشنرۍ یو استازي قاري‌ سراج ویلي دي‌ ډېری افغانان د درملنې لپاره پاکستان ته ځي‌ او په خبره یې باید دواړه هېوادونه دا ستونزه حل کاندي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تېر کال ویلي وو چې ۱.۴ میلیون ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې قانوني ډول اوسیږي او شاوخوا ۱.۵ میلیون نور یې بیا د اوسېدو قانوني اسناد نلري.

د یادولو ده چې پاکستاني‌ چارواکو د «جمهوریت» له نسکورېدو وروسته د پاکستاني‌چارواکو په خبره شاوخوا ۵۰۰زره افغانان پاکستان ته کډوال شوي دي. څو میاشتې مخکې د پاکستان د مرکزي‌ حکومت ویاند فواد چوهدري ویلي وو چې دا کډوال دې بېرته خپل وطن ته ستانه شي، ځکه د هغه په خبره افغانستان کې اوس تشدد نشته.

XS
SM
MD
LG