د لاس رسي وړ اتصالات

ایران کې افغان کډوال الکترونیکي تذکرې او پاسپورتونه غواړي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې د دغه هیواد په بېلابېلو ښارونو کې د الکترونیکي تذکرو او پاسپورتونو ورکول دې له سره پيل کړي.

په ایران کې د افغان کډوالو د ملاتړ د یو بنسټ مشرې آصفه ستانکزۍ امریکا غږ ته وویل چې د قونسلګریو او تذکرو وېشلو مرکزونو د فعالیتونو بندېدو افغان کډوال په دغه هیواد کې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

اغلې ستانکزۍ زیاته کړه: "کله چې ونه توانیزو تذکره واخلو، پاسپورت نشو اخیستلی او کله چې ونشو کولای پاسپورت واخلو، د یو محصل لپاره چې غواړي پوهنتون ته ولاړ شي، بدبختانه نشي کولای چې پوهنتون ته ولاړ شي... په دې اساس د افغاستان د سفارت یوه دنده داده چې د تذکرې او پاسپورت وېشلو مرکزونه بېرته فعال کړي."

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه چې طالبانو پر افغانستان حاکمیت ټینګ کړ په ایران کې افغانانو ته د الکترونیکي تذکرو او پاسپورتونو وېشلو مرکزونه بند شوي دي.

په دغه هېواد کې د افغان کډوالو د ملاتړ د مرکز رئیسې همدارنګه وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د شوي قرارداد له مخې چې په تیر حکومت کې لاسلیک شوی، ټاکل شوې وه چې د الکترونیکي تذکرې تر اخیستلو وروسته په هغه هیواد کې د افغان کډوالو اوسېدول قانوني شوي وای.

یو افغان کډوال چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي امریکا غږ ته وویل چې هغوی په سختو شرایطو کې ژوند کوي، ځکه چې اوس مهال یې د ستونزو حل کولو لپاره کوم قانوني حکومت نشته.

دغه افغان کډوال وویل چې د الکترونیکي تذکرې اخیستلو ادارې کارونه یې تر یو ځای پوري مخته وړي و، خو د یادو مرکزونو د فعالیتونو په درېدو سره یې کارونه نیم پاته شول.

د ایران مرکز تهران کې د افغانستان په سفارت سربیره، د دغه هیواد په زاهدان او مشهد ښارونو کې د افغانستان دوو قونسلګریو د افغان کډوالو ستونزو ته رسیدګي کول. د افغانستان پخواني حکومت په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د الکترونیکي تذکرو اخیستلو دوه مرکزونه په تهران، دوه په مشهد او څلور نور په کرمان، زاهدان، اصفهان او شیرزا کې جوړ کړي و.

په همدې مهال د طالبانو د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت معین ارسلا خروټي چې په تیره جنورۍ میاشت کې ایران ته سفر کړی و، له ایران څخه کابل ته تر ستنېدو وروسته په ایران کې د افغان کډوالو لپاره د الکترونیکي تذکرو مرکزونو په اړه انتقاد کړی و.

هغه وویل چې له ایراني چارواکو سره یې د دې کار په اړه مخالفت وکړ: "موږ ورته وویل چې په دنیا کې بل هیڅ داسې هیواد نشته چې یو کډوال ته وايي چې راشه او تاته تذکره درکړي تر څو تاسو د افغان په صفت وپيژنم"

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې اوس مهال یو میلیون افغان کډوال له قانوني اسنادو سره په ایران کې ژوند کوي او شاوخوا یو میلیون نور له قانوني اسنادو پرته په دغه هیواد کې ژوند کوي.

د کډالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه ویلي چې د وروستیو تحولاتو له امله ایران ته ۵۰۰زره افغانان کډوال شوي دي.

XS
SM
MD
LG