د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو په اړه د اسلام اباد ادعا ته د کابل غبرګون


یاد وزارت ویلي چې (TTP) هم د نورو تروریستي ډلو په څېر د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې جنګیږي.
یاد وزارت ویلي چې (TTP) هم د نورو تروریستي ډلو په څېر د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې جنګیږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان هغه ادعا په کلکه رد کړې چې ویلي و «تحریک طالبان پاکستان» د هند په مرسته له افغان خاورې څخه د پاکستان او نورو هیواونو پر ضد فعالیت کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه جون پنځمه (غبرګولې۱۶) په یوې اعلامیې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ادعا په ردولو سره ویلې چې د پاکستاني طالبانو لاسونه د افغانانو په وینو لړلي او دا یوه تروریستي ډله ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې په تیرو کلونو کې د پاکستاني طالبانو د پخواني مشر ملا فضل الله په ګډون د دغه ډلې یو شمېر نور مشران او غړي لکه محسود شهریار په افغانستان کې په هوايي بریدونو او جګړې کې وژل شوي دي.

وزارت ویلي چې افغانستان په سیمه کې د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې تر ټولو زیاته ونډه اخیستې او په دې برخه کې یې زیاته قرباني ورکړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت د هر ډول توپیر پرته د ټولو تروریستي ډلو پر ضد یو شان عمل کوي چې په وینا یې دا د تروریزم په وړاندې د افغان حکومت د قوي مبارزې اراده څرګندوي.

د ملګرو ملتونو راپور

دا بحثونه وروسته تر هغه راپور ته کیږي چې ملګرو ملتونو تیره اونۍ پخپل یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې دا مهال د ۸۰۰۰ او ۱۰۰۰۰ ترمنځ بهرني جنګیالي موجود دي چې ۶۵۰۰ یې پاکستانیان دي.

په افغانستان کې د پاکستاني جنګیالو د حضور په اړه د ملګرو ملتونو د راپور تر خپرېدو وروسته د هند د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د غه راپور د هند حکومت پر هغه موقف باندې د تائید مهر لګوي چې ویلي و پاکستان د نړیوال تروریزم مرکز دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې همدارنګه ویلي و چې په افغانستان کې د نورو نړیوالو تروریستانو ترڅنګ د ۶۵۰۰ پاکستاني تروریستانو حضور دا ښيي چې پاکستان اوس هم د تروریستانو له ګمارلو، زده کړې، تمویل او ورته له وسلو برابرولو څخه لاس نه دی اخیستی او پر خپلو کړو ژمنو یې عمل نه دی کړی.

خو د روانې غبرګولې میاشتې پر ۱۵مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه د هند حکومت ادعا «ورانونکي تورونه» وبلل او هغه یې د پاکستان پر ضد د نړیوالې ټولنې را پارول یاد کړل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه هند د افغان سولې بهیر په پېچلي کولو تورن کړ او زیاته یې کړه چې دغه هیواد په افغان خاوره کې د پاکستان پر ضد د فعالو تروریستي سازمانونو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې لشکر طیبه او جیش محمد ډلې د افغان طالبانو تر چتر لاندې په کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG