د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پولیسو د عمران خان د ګوند یو لوړ پوړی مقام نیولی


فواد چوهدري
فواد چوهدري

په پاکستان کې پولیسو د عمران خان د ګوند تحریک انصاف یو لوړ پوړی مقام فواد چوهدري د انتخاباتو د څار کمېسیون ته د ګواښ کولو په تور نیولی دی.

فواد چوهدري د تحریک انصاف مرستیال او د حکومت ښکاره منتقد و. راپورونه وايي چې د هغه نیول به د دغه ګوند لپاره یوه ضربه وي.

تحریک انصاف د چوهدري نیول غندلي او د هغه د سملاسي پرېښودو غوښتنه یې کړې ده. د دغه ګوند مشر عمران خان په خپل ټویټر کې د فواد چوهدري د نیولو غندلو تر څنګ لیکلي دي چې پاکستان کې بي قانوني ده او له خپلو پلویانو یې غوښتي دي چې «د خپلو اساسي حقونو لپاره مبارزه» وکړي او پرې نږدي چې هېواد یې «داسې ځای ته ورسېږي چې بیا ترې ستنېدای» نشي.

د تحریک انصاف ګوند ویاندې شیرین مزاري وویل چې پولیسو د چوهدري لاسونه وتړل او له ځان سره یې یوړ. د هغه کورنۍ وايي چې پولیسو سهار وختي د پنجاب په مرکز لاهور کې د هغوی په کور چاپه ووهله او هغه یې ونیوه.

د فواد چوهدري ميرمنې حبا فواد خبریالانو ته وویل چې پولیسو د هغه له ميړه سره ښه چلند نه دی کړی او هغه یې په زوره په موټر کې کښینولی دی. هغې وویل: «که یو کس نیسئ، د نیولو لپاره یې یوه لاره وي. داسې باید نه وي چې لس ۱۲ کسان دې یو کور ته ننوځي، یو کس دې ونیسي، په موټر کې دې واچوي، ځان سره یې یوسي او کورنۍ ته یې هم هېڅ ونه وايي.»

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کېږي چې پولیس چوهدري محکمې ته انتقالوي او پلویان یې پرې ګلان شېندي. په همدې حال د هغه سلګونو قهریدلو پلویانو په جیلم کې لاره بنده کړې او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د اسلام اباد پولیسو په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې فواد چوهدري یې د انتخاباتو د کمېسیون له شکایت وروسته نیولی دی. پولیس وایي کمېسیون ورته شکایت کړی و چې چوهدري د انتخاباتو د څار کمېسیون مشر سکندر سلطان راجا ته ګواښ کړی دی. وايي چې دا ګواښ خلک د ټاکنو د کارکوونکو په ضد پاروي او کمېسیون نه پرېږدي چې خپل مسئولیت ادا کړي.

تېره ورځ فواد چوهدري د انتخاباتو په کمېسیون انتقاد وکړ چې یو مجرب خبریال محسن نقوي یې د پنجاب ایالت سرپرست اعلی وزیر ټاکلی. تحریک انصاف او ایتلافیان یې په پنجاب کې واکمن دي او د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې خو ایالتي مجلس یې څه موده مخکې ړنګ کړ.

XS
SM
MD
LG