د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان یوټیوب ته: لوڅې او نفرت پاروونکې ویدیوګانې بندې کړئ


په پاکستان کې په ۲۰۱۲ کې د یو ټیوب چاینل تړل شوی
په پاکستان کې په ۲۰۱۲ کې د یو ټیوب چاینل تړل شوی

د پاکستان د مخابراتو اداره وايي‌ د یوټیوب له نړیوال چاینل څخه یې غوښتي چې لوڅې، غیر اخلاقي، نفرت پاروونکي او دا ډول نورې ناوړې ویدیوګانې او ویناوې دې ژر تر ژره بندې کړې.

دغې ادارې د جمعې په ورځ اګست ۲۸ (وږي۷) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د یوټیوب چاینل ادارې ته یې رسمي غوښتنه کړې ده.

وايي دا ډول ویدیوګانې په پاکستان کې ډېرې بدې اغیزې لري او ټولنیزه بي ثباتي زیاتوي.

په همدې حال کې د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو او د بیان د ازاداۍ ملاتړو د پاکستان د دغې اداري دا کار غندلی دی. دوي وايي دا اداراه باید پوره وضاحت ورکړي چې له «بد اخلاقۍ او ناوړه» ویدیوګانو څخه یې هدف څه دی.

د یو ټویب چاینل تر دې دمه د پاکستان د دغې غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم د پاکستان د مخابراتو ادارې ویلي دي که یوټیوب دا ویدیوګانې بندې نکړې، بل اقدام به یې څه وي.

پاکستان تر دې مخکې د «ټک ټاک» ټولنیزې شبکې ته هم خبرداری ورکړی و چې «غیر اخلاقي» ویدیوګانې باید فلټر او چاڼ کړي.

په ۲۰۱۲ کې له هغه وروسته په پاکستان کې د یوټویب چاینل بند شو چې د مسلمانانو پیغمبر ته منسوب یوه ویدیو په کې خپره شوه.

په ۲۰۱۶ کې بېرته د یو ټیوب چاینل په پاکستان کې پرانیستل شو او دغه چاینل ویلي وو چې دا ډول ویدیوګانې به چاڼ کړي.

د پاکستان په حکومت تور دی چې د بیان ازادي محدودوي.

تېره میاشت د پاکستان پنجاب ایالت یوه لایحه تصویب کړه چې هغه لیکوال او خلک به بندیانوي چې «ناوړه» مواد خپروي او یا یې پاکستان ته انتقالوي.

د پنجاب والي‌ لا دا قانون امضا کړی نه دی.

XS
SM
MD
LG