د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: پاکستان جنوبي افریقا ته د ۲۷۱ منډو هدف وټاکه


د جنوبي افریقا توپ اچوونکي تبریز شمسي د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول.
د جنوبي افریقا توپ اچوونکي تبریز شمسي د پاکستان څلور لوبغاړي وسوځول.

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) پاکستان جنوبي افریقا ته د ۲۷۱ منډو هدف وټاکه.

د هند په چنای کې پاکستان ددغه پنځوس اوریزې لوبې پچه وګټله او ټول لوبغاړي یې په ۴۷م اوور کې د ۲۷۰ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

د پاکستان پرانیستونکي توپ وهونکي عبدالله شفیق او امام الحق دواړه له ۲۱ منډو کولو وروسته وسوځېدل. خو ورپسې بابر اعظم ۵۰ او محمد رضوان ۳۱ منډې وکړې.

د پاکستان نورو توپ وهونکو سعود شکیل ۵۲، او شاداب خان ۴۳ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا توپ اچوونکي تبریز شمسي د پاکستان څلور او مارکو جانسن درې لوبغاړي وسوځول.

د جنوبي افریقا تیز توپ اچوونکی کاګیسو ربادا د زخمي کېدو له کبله په دغه لوبه کې برخه نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG