د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان له دریو پرلپسې ماتو وروسته لوبه وګټله 


پاکستان په نړیوال جام کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.
پاکستان په نړیوال جام کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

پاکستان د کرکټ په نړیوال جام کې د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم نهمه) بنګله دېش ته ماتې ورکړه.

د دوی ترمنځ لوبه د کلکتې په ښار کې وشوه. بنګله دېش د پچې له ګټلو وروسته د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې پاکستان ته د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.

پاکستان د دریو لوبغاړو په سوځېدو سره دا هدف په ۳۳م اور کې پوره کړ.

د لوبې غوره لوبغاړی د پاکستان فخر الزمان شو چې ۸۱ منډې یې وکړې.

دا په روان نړیوال جام کې د پاکستان درېیم بری و او د بنګله دېش شپږمه ماتې.

پاکستان تر دې مخکې په افغانستان، هند او جنوبي افریقا باندې بایللې وې. پاکستان په دې بري سره د لسو هېوادونو په جدول کې له اووم مقام څخه پنځم مقام ته پورته شو. افغانستان تېره ورځ سري لانکا ته له ماتې ورکولو وروسته پنځم مقام ته پورته شوی و، خو اوس شپږم ته راښکته شو.

که افغانستان خپلې پاتې درې لوبې او پاکستان خپلې پاتې دوې لوبې وګټي، شاید د نړیوال جام نیمه پایلوبو ته لار وکړي.

د افغانستان لوبې له هالنډ، استرالیا او جنوبي افریقا سره پاتې دي او د پاکستان بیا له استرالیا او انګلنډ سره پاتې دي.

د نړیوال جام په روانو سیالیو کې سبا پنجشنبه د جنوبي افریقا او نیوزلنډ ترمنځ‌ ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG