د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ نړیوال جام: جنوبي افریقا پاکستان ته ماتې ورکړه


د جنوبي افریقا دپاره ایډن مکرم ۹۱ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي یې و نه توانېدل چې له ۳۰ زیاتې منډې وکړي.
د جنوبي افریقا دپاره ایډن مکرم ۹۱ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي یې و نه توانېدل چې له ۳۰ زیاتې منډې وکړي.

د کرکټ په نړیوال جام کې له افغانستان څخه د ماتې خوړلو وروسته، پاکستان د جمعې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم پنځمه) له جنوبي افریقا څخه هم د یوې ویکټې په توپیر ماتې وخوړه.

د هند په چنای کې پاکستان ددغه پنځوس اوریزې لوبې پچه وګټله او ټول لوبغاړي یې په ۴۷م اوور کې د ۲۷۰ منډو کولو وروسته وسوځېدل.

جنوبي افریقا وکولای شول چې په ۴۸ اورونو کې د نهو ویکټو په بایللو سره دغه هدف پوره کړي.

د جنوبي افریقا دپاره ایډن مکرم ۹۱ منډې وکړې او نور ټول لوبغاړي یې و نه توانېدل چې له ۳۰ زیاتې منډې وکړي.

د پاکستان توپ اچوونکو شاهین افریدي د جنوبي افریقا درې لوبغاړي او اسامه میر او محمد وسیم جونیر دوه-دوه لوبغاړي وسوځول.

په دغه لوبه کې، د پاکستان پرانیستونکي توپ وهونکي عبدالله شفیق او امام الحق دواړه له ۲۱ منډو کولو وروسته وسوځېدل. خو ورپسې بابر اعظم ۵۰ او محمد رضوان ۳۱ منډې وکړې.

د پاکستان نورو توپ وهونکو سعود شکیل ۵۲، او شاداب خان ۴۳ منډې وکړې.

د جنوبي افریقا توپ اچوونکي تبریز شمسي د پاکستان څلور او مارکو جانسن درې لوبغاړي وسوځول.

د جنوبي افریقا تیز توپ اچوونکی کاګیسو ربادا د زخمي کېدو له کبله په دغه لوبه کې برخه نلرله.

د پاکستان تیز توپ اچوونکی نسیم شاه هم د زخمي کیدو له کبله په روان نړیوال جام کې برخه نلري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG