د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی ډاکټر او اووه نور کسان د پښتورګو د قاچاق په تور ونیول شول


د پنجاب اعلی وزیر محسن نقوي وویل چې هر پښتورګی په شاوخوا ۱۰ میلیون پاکستاني روپیو (۳۵ زره ډالر) پلورل کیده.
د پنجاب اعلی وزیر محسن نقوي وویل چې هر پښتورګی په شاوخوا ۱۰ میلیون پاکستاني روپیو (۳۵ زره ډالر) پلورل کیده.

د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د یو ډاکټر په ګډون اته کسان د انسانانو د پښتورګو د قاچاق په تور نیولي دي.

پر ډاکټر فواد مختار تور دی چې په لږ تر لږه ۳۲۸ غیرقانوني جراحي عملیاتو کې لاس لري.

له نوموړي سره په نیول شویو کسانو کې د موټرو یو مستري هم شامل دی چې د بې هوښه کوونکو درملو د ماهر په توګه یې د دغه ډاکټر د مرستیالۍ دنده اجرا کوله. د دغه کس نوم نه دی خپور شوی.

ډاکټر فواد مختار له دې وړاندې هم پنځه ځله د ناقانونه عملیاتو کولو په تور نیول شوی و.

د چارواکو په خبره، دا جراحي عملیات په شخصي کورونو کې زیاتره په هغو ناروغانو ترسره کېدل چې له روغتونونو څخه په چل ایستل کېدل.

د پنجاب اعلی وزیر محسن نقوي وویل چې هر پښتورګی په شاوخوا ۱۰ میلیون پاکستاني روپیو (۳۵ زره ډالر) پلورل کیده.

د انسان د بدن د غړو د قاچاق په تور نیول شوې دې ډلې په ختیځ پنجاب ایالت او د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې فعالیت درلود چې له امله یې د چارواکو په خبره، لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي.

ښاغلي نقوي وویل: "هغه واقعیتونه او ارقام چې موږ ترلاسه کړي، زړه بوږنوونکي دي... د جراحیو اصلي شمېر له دې ډېر زیات دی. دا یوازې هغه شمېر دی چې موږ معلوم کړی دی."

پاکستان په ۲۰۱۰ کې د انسان د بدن د غړیو پر تجارت بندیز ولګاوه او د پښتورګو او د بدن د نورو غړیو د قاچاق د مخنیوي په خاطر یې ددې کار دپاره لسګونه کلونه زندان او لوړه جریمه د سزا په توګه وټاکله.

په جنوري کې د پنجاب پولیسو یو لادرکه شوی ۱۴ کلن هلک په یو مخفي لابراتوار کې په داسې حال کې وموند چې پښتورګی ورڅخه ایستل شوی و. پولیسو په دې تړاو د انسان د بدن د غړیو د قاچاق یوه ډله ونیوله.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG