د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د افغانستان حکومت دې د پوځي بریا لټه نکوي، مصالحه دې وکړي


د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

د پاکستان د ملي امنیت سلاکارا وایي چې د افغانستان حکومت او طالبان باید مصالحه وکړي او د سولې پر سر موافقه وکړي.

معید یوسف چې واشنګټن ته د یوې اونۍ لپاره راغلی و د خپل سفر په پای کې په طالبانو د پاکستان نفوذ کم رنګه وښوده او زیاته یې کړه چې "مونږ په بشپړه توګه واضح کړې چې په زور واک نیول نه منو".

ښاغلي یوسف زیاته کړه چې نړیوال باید پوه شي چې د امریکا متحده ایالات هم په افغانستان کې د سیاسي حل لارې په لټه کې دی.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل چې د افغانستان حکومت چې په نړیوال کچه پیژندل شوی رسمي حکومت دی باید د پاکستان سره خپلې اړیکې خرابې نکړي، د پوځي بري په لټه کې نه وي او په خبرو اترو کې ټولو افغانانو ته ونډه ورکړي.

هغه زیاته کړه، "تاوتریخوالی باید ودریږي او روان وضعیت ته په کتو باید مصالحه وشي. "

خو د افغانستان حکومت بیا تل د سولې په خبرو کې طالبان په ناغیړۍ تورنوي.

افغانستان نن د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا نه غوښتي چې په فوق العاده غونډې کې د ا‍‍‍فغانستان د وضعیت او د وضعیت د ښه والي لپاره اغیز لرونکي پریکړه وکړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د جمهور رئیس جو بایډن په ګډون د حکومت نورو غړیو د پاکستان نه کومه ځانګړې غوښتنه نده کړې خو زیاته یې کړه چې "پدې خبرې وشوې چې څنګه وکړی شو ټول اړخونه د ریښتونو خبرو لپاره په یوې کوټې کې سره راټول کاندو. "

معید یوسف د طالبانو او د پاکستان د استخباراتي ادارو سره ددې ډلې اړیکې لرل او په طالبانو د پاکستان نفوذ لرل هم رد کړل او وې ویل، " څومره نفوذ مو چې درلود، ترې مو کار واخیست خو د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو په وتلو سره دا نفوذ هم کم شوی. "

XS
SM
MD
LG