د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ادعا کوي له افغانستان پرې ډزې شوې او ۵ سرتېري یې وژل شوي 


د پاکستان پوځ
د پاکستان پوځ

د پاکستان د حکومت چارواکي‌ ادعا کوي چې د افغانستان له خاورې یې په امنیتي ځواکونو ډزې شوې او لږ تر لږه پنځه سرتېري یې وژل شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس نن یکشنبه فبروري شپږمه (سلواغه ۱۶) د پاکستان د پوځ د وینا په اساس لیکلي دي چې «اسلام اباد د ترهګرو له لوري د افغان خاورې استعمال په کلکه» غندي.

چارواکي وايي دا برید د خیبرپښتونخوا په کرمه اجنسۍ کې شوی دی. پاکستاني طالبانو د دغه برید مسئولیت منلی دی. خو د افغانستان د طالبانو د حکومت چارواکو لا د اسلام اباد د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان چارواکو په دې اړه نور معلومات ورکړي نه دي‌ چې څنګه پاکستاني طالبانو یې په عسکرو برید کړی دی.

تر دې مخکې هم اسلام اباد په وار وار دا ادعا کړې وه چې د افغانستان له خاورې پرې بریدونه کېږي، خو د افغانستان د مخکني حکومت چارواکو دا خبرې رد کړې وې او پاکستان یې تورن کړی و چې طالبان او نور ترهګر په خپله خاوره کې ساتي، پالي‌ او بیا یې افغانستان ته د جکړې لپاره استوي. اسلام اباد دا تور تل رد کړی دی.

د ۲۰۲۱‍ د اګست په ۱۵ کابل ته د طالبانو له داخلېدو وروسته د پاکستاني طالبانو جرات نور هم زیات شوی او ګواښ یې کړی دی چې د پاکستان په امنیتي ځواکونو باندې به بریدونه روان ساتي.

XS
SM
MD
LG