د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبانو افغانستان کې د ناټو پاتې شویو وسلو ته لاسرسی پيدا کړی - پاکستان


Sheikh Rasheed Ahmed

په بلوچستان کې د خونړیو نښتو وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وایي پاکستاني طالبانو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو څخه پاته شویو عصري وسلو ته لاسرسی پیدا کړی او په راتلونکي کې په پاکستان کې د زیاتو بریدونو احتمال شته.

دغه پاکستاني مقام ادعا کړې چې ترهګر د افغانستان د خاورې څخه پاکستان ته ننوځي او د بریدونو وروسته بیرته هغه هیواد ته اوړي.

دا پداسې حال کې دي چې له دې دمخه د افغانستان د پخواني جمهوري دولت مقاماتو پاکستان پدې تورن کړې وو چې دې هیواد د افغان طالبانو په ګډون ترهګرو ډلو ته پناه ورکړې او هغوی تجهیزات او د پوځي تمرینونو زمینه برابروي. خو اسلام آباد تل دغه تورونه رد کړي دي.

افغان طالبانو هم ویلي دي چې هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده وکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد وویل د حکومت د هڅو سره سره د پاکستاني طالبانو سره مذاکره کامیابیدونکې نده، "اوس باید د هغوی پر وړاندې جګړه وشي او له دې پرته بله لار نشته".

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د هغه هیواد پارلمان ته وویل چې د پاکستاني طالبانو وړاندیز شوي شرایط ددې هیواد حکومت ته د منلو وړ ندي، نو د هغه په وینا له جګړې پرته بل انتخاب نشته. خو بیا هم هغه زیاته کړه چې که پاکستاني طالبان د هیواد اساسي قانون ومني د هغوی سره د مذاکرې امکان شته.

خو ښاغلي رشید د پاکستاني طالبانو د شرایطو په اړه معلومات ورنکړل.

دغه پاکستاني مقام د جیو تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د بلوچ یاغي ډله له طالبانو سره یوځای شوې او اوس هغوی د نورو سخت دریځو ډلو له ملاتړ څخه برخمن دي.

د پاکستان پوځ د پنجشنبې په ورځ تائید کړه چې په بلوچستان ایالت کې پر امنیتي اډو باندې د سخت دریځو په بریدونو کې لږ تر لږه اوه عسکر او ۱۵ یاغیان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG