د لاس رسي وړ اتصالات

د قندیل بلوچ ورور د خپلې خور د وژلو په جرم په ابد بند محکوم شو


قندیل بلوچ د پاکستان د ټولنیزو شبکو مشهوره څیره وه
قندیل بلوچ د پاکستان د ټولنیزو شبکو مشهوره څیره وه

د پاکستان یوې محکمې د پاکستان د ټولنیزو شبکو د یوې مشهورې ستورې قندیل بلوچ ورور د خپلې خور په وژلو مجرم ثابت کړ.

د قندیل بلوچ مړی په ٢٠١٦ کال کې د ملتان په ښار کې د هغې کور ته نږدې وموندل وشو. هغه څو شیبې وروسته له هغې ووژل شوه چې د پاکستان د یو مفتي سره یې د خپلې کتنې ویدیوگانې پخپل فیسبوک خپرې کړې.

د قندیل بلوچ ورور محمد وسیم، د خپلې خور په وژلو اعتراف کړی و او ویلي یې وو چې د هغې کړنې د بلوچ قوم ته د "بې حرمتۍ" باعث شوی وې.

هغه اوس ددغه قتل په جرم په ابد بند محکوم شوی دی.

د رپوټونو له مخې په پاکستان کې هر کال نږدې ١٠٠٠ ښځې د "ناموسي قتلونو" قرباني کیږي.

قندیل بلوچ چې د مړینې پر وخت ٢٦ کلنه وه د پاکستان په ټولنیزو رسنیو کې یوه جنجالي او مشهوره څیره وه.

هغې خپل عکسونه او ویدیوگانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرولې او ډیرو هغې ته په پاکستان کې د امریکا د مشهورې هنرمندې "کیم کارداشیان" لقب ورکړی و.

خو د مفتي عبدالقوي سره چې د پاکستان یو مشهور مفتي دی د کتنې د ویدیو خپرولو زیات جنجال پیدا کړ.

د میرمن بلوچ له قتل وروسته مفتي عبدالقوي هم د هغه په وژلو کې د لاس لرلو په گمان نیول شوی و، خو د پاکستان محکمې دغه مفتي او درې تنو نورو مظنونو کسانو ته برائت ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG