د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان محکمې په رسمي توګه عمران خان د حکومتي رازونو په افشا کولو تورن کړ


د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان
د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان

د پاکستان یوې محکمې نن چهارشنبه دسمبر دیارلسمه (لیندۍ ۲۲) پخوانی صدراعظم عمران خان په رسمي ډول د حکومت د رازونو په افشا کولو تورن کړ، هغه حکم چې د دغه هېواد په انتخاباتي سیالیو کې د عمران خان په وړاندې یو بل خنډ رامنځته کوي.

د عمران خان مدافع وکیلانو تر اوسه د محکمې پر دې پرېکړې غبرګون نه دی ښودلی، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر شاه محمود قریشي مدافع وکیل پر ټولنیزو رسنیو په یو پوسټ کې د رسنیو هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې قریشي او عمران خان دواړه په دې حکم کې شامل دي.

۷۱ کلن عمران خان د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې ادعا وکړه چې متحده ایالات د پاکستان له ځواکمن پوځ سره په همکارۍ د هغه په ګوښه کولو کې لاس درلود. په نوموړي تور لګول شوی چې د هیواد د رسمي رازونو د ساتنې له قانون څخه یې سرغړونه کړې او د شخصي سیاسي ګټو لپاره یې په متحده ایالاتو کې د پاکستان د سفیر پټې خبرې افشا کړي دي.

عمران خان ادعا کړې چې د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ډونالډ لو، ظاهراً په واشنګټن کې د پاکستان له پخواني سفیر اسد مجید خان څخه غوښتي چې د پاکستان پوځي مشرتابه ته ووایي چې عمران خان د پارلمان د نه باور رایې له لارې لرې کړای شي، ځکه چې د دغه هېواد پخواني صدراعظم پر اوکراین د روسیې د پوځي یرغل په اړه ناپیلتوب غوره کړی دی.

کله چې روسیې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین باندې بشپړ پوځي برید وکړ، عمران خان په یو رسمي سفر مسکو ته ولاړ او هلته یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل.

عمران خان له ډېرې مودې راهیسې دغه خبرې د خپلې ادعا د ثبوت په توګه مطرح کوي چې د پاکستان په پارلمان کې د نه باور رایه او له واکه د ده ګوښه کېدل د پاکستان په سیاست کې د امریکا د لاسوهنې پایله وه.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، عمران خان دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د مجید خان د ډپلوماتیکو خبرو محتوا د نورو سرچینو له خوا رسنیو ته وړاندې شوې ده.

د لومړي ځل لپاره د امریکا انټرسیپ خپرونې د روان کال د اګست په میاشت کې یو متن خپور کړ چې ګواکې د ډونلډ لو او اسد مجید خان ترمنځ خبرې دي او دا لیک د مجید خان له خوا لیکل شوی و. په دې متن کې ادعا شوې، چې ډونالډ لو ګواښ کړی و، چې که عمران خان په پاکستان کې په واک کې پاتې شي، امریکا به دغه هېواد په نړیوال ډګر کې منزوي کړي.

د وکیلانو په وینا، که خان په دې قضیه کې مجرم ثابت شي، نو د قانون له مخې به په ۱۴ کاله بند او حتی د مرګ له سزا سره مخامخ شي. دا دویم ځل دی چې خان په رسمي ډول د حکومتي رازونو د افشا کولو په تور محکوم کیږي.

د پاکستان سترې محکمې د لومړۍ پرېکړې په تړاو ویلي وو، چې په دې قضیه کې سمه کړنلاره نه ده تعقیب شوې.

عمران خان د اګست په لومړیو کې د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د هغه د صدارت پر مهال د دولتي سوغاتونو د پلورلو په تور په درې کاله بند محکوم شو.

که څه هم عمران خان له ځینو تورونو بري شو، خو تاوتریخوالي ته د خپلو پلویانو د هڅولو او د حکومت د رازونو د افشا کولو په ګډون د دغو قضیو په تړاو په زندان کې دی. نوموړی د اداري فساد د تورونو له امله په ټاکنو کې له ګډون نه منع شوی، خو د عمران خان قانوني ډله هڅه کوي، چې نوموړی په ضمانت خوشې شي او سزا یې لغوه شي.

خو د پاکستان د محکمې وروستۍ پریکړه چې په رسمي توګه عمران خان د حکومتي رازونو په افشا کولو تورنوي، له بند څخه د هغه د خوشې کیدو او په ټاکنیز کمپاین کې د ګډون چانس کموي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG