د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي، کابل کې د وېزې ورکولو څانګه بېرته خلاصوي


کابل کې د پاکستان سفارت
کابل کې د پاکستان سفارت

په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، چې سر له سبا یکشنبې یعني د ډسمبر پر «۲۹مه نېټه» به خپل د وېزې ورکولو څانګه بېرته د افغانانو پر مخ خلاصه کړي.

نن شنبه د «ډسمبر پر ۲۸مه» نېټه د پاکستان سفارت پر خپل ټوېتر د یادې څانګې د بېرته فعالېدو خبر ورکړی دی:"د پاکستان سفارت خوشالي څرګندوي، چې د ډسمبر پر ۲۹مه نېټه د یکشنبې په ورځ خپل د قونسلي چارو خدمات بیا فعالوي."

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تېرې نومبر میاشتې پر ۳مه نېټه د یو لړ لاملونو له‌مخې په کابل کې د خپل سفارت د وېزې ورکولو څانګه تر نامعلومه وخت پورې وتړله.

دغه هیواد ویلي و، چې یاد کار یې په کابل کې خپلو مامورینو ته د متوجه امنیتي ګواښونو له امله کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال په یوې اعلامیې کې ویلي و، چې دفتر ته پر لار د دوی مامورین د ناڅرګندو کسانو لخوا ځورول شوي دي.

افغان حکومت هغه مهال ویلي، چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ادعاو په اړه څېړنې کوي.

د یاد سفارت د معلوماتو په اساس په ورځ کې ۱۵۰۰ تنه په کابل کې د پاکستان سفارت ته د وېز ې اخیستلو لپاره مراجعه کوي.

پاکستان ته د تلوونکو افغانانو لویه برخه ناروغان او یا هم سوداګر دي.

په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ديپلوماتیکي اړیکې د ستونزو سره مخ شوي، چې له امله یې افغان حکومت په پیښور کې خپله قونسلګري تړلې، چې تر دا مهاله یې د بېرته خلاصولو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG