د لاس رسي وړ اتصالات

افغان سوداګرو چین سره د منځنۍ اسیا له لارې د نوي ځمکني دهلیز پرانیستلو هرکلی وکړ


د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی، د افغانستان ازبکستان او چین قرغزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلېز رامنځته کېدل د افغانستان د اقتصادي پرمختګ په برخه کې مهم وباله.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د اوسپنې پټلۍ ادارې د افغانستان، ازبکستان، چین او قرغزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلېز رامنځته کېدو خبر ورکړ.

د اوسپني پټلۍ ادارې د شنبې په ورځ سپټمبر ۱۰ (وږې ۱۹) په یوې اعلایمې کې ویلي چې د یاد اقتصادي دهلیزې رامنځته کېدو تړون د تیرې جمعې په ورځ په تاشکند کې لاسلیک شو.

د افغانستان د سواګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزي نن یکشنبه سپټمبر ۱۱ (وږې ۲۰) امریکا غږ ته وویل چې افغانستان مخکې د قزاقستان او ازبکستان له لارې له چین سره سوداګري لرله چې په خبره یې هم لار اوږده وه او هم یې لګښت زیات و.

ښاغلي الکوزي وویل چې قرغزستان او چین سره نژدې دي چې دې سره به د افغانستان او چین ترمنځ صادرات او واردات په کم وخت او ګم لګښت کې چین ورسیږي.

هغه وویل: "دا زموږ لپاره اقتصادي لاره ده ،ښه ده. دا دهلېز قابل د قدر دی، زموږ د صادراتو لپاره په ځانګړي ډول د تالکو لپاره د معادنو لپاره د مرمرو لپاره به زمینه سازي وشي چې موږ یې انتقال کړو. اوس د پاکستان د کراچۍ له لارې نه چین ته انتقالوو، بیا به له دې لارې نه لاړ شي چې مصرف به پرې کم راشي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې مرستیال همدارنګه وویل چې دا چې اوس مهال د افغانستان د وچې مېوو د صادراتو لپاره هوايي دهلېزونه نشته، په خبره یې دغه نوې اقتصادي دهلېز به د افغانستان د وچو مېوو لکله جلغوزیو، انځرو او نورو وچو مېوو په انتقال کې هم ګټور تمام شي.

هغه وویل چې د افغانستان له چین څخه په کال کې د یو ـ یونیم میلیارډ ډالرو په ارزښت واردات لري، خو زیاتوي چې دا نوی اقتصادي دهلېز د افغانستان د صادارتو لپاره زیات مهم دی.ښاغلي الکوزي تمه وښودله چې په دې نوي اقتصادي دهلېز ژر تر ژره عمل وشي.

د افغانستان د اوسپنې پټلې اداره وايي، دا اقتصادي دهلیز د اوس لپاره د درې میاشتو مودې په موخه په ازمویښتي ډول لاسلیک شوی دی چې په مټ به یې له چین څخه کانټېنري سوداگریز توکي لومړی قرغزستان او تر هغې وروسته به د ازبکستان اوسپنې پټلۍ پر مټ د افغانستان بلخ ولایت ته رسیږي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان تولیدات او ترانزیت به هم له یاد اقتصادي دهیلز څخه په ګټه اخیستنې تر چین پورې په لنډو ورځو کې رسیږي.

په دغه بیان کې ویل شوي: "دا اقتصادي دهلیز له څو اړخیز ترانسپورتي سیستمونو څخه ترکیب دی، چې په ځینې برخو که له موټرو او ډیره برخه به د اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالات ترسره کیږي.د دې اقتصادي دهلیز په عملي کېدو به هغه سوداگریز توکي چې مخکې د سړکونو پر مټ له چین څخه د دوو میاشتو په موده کې هېواد ته را رسېدل، اوس به ۲ اوونیو کې هېواد ته را رسیږي."

د اوسپنې پټلۍ ادارې همدارنګه ویلي چې دې سره د خوراکي موادو بیې ټيټي، پر محصولاتو تعرفې کمې او خلکو ته به د کار کولو زمینه هم برابره شي.

اوس مهال افغانستان له منځنۍ اسيا، ایران او چين سره د رېل پټلۍ له لارې سوداګريزې راکړې ورکړې لري.

پر همدې مهال د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې تېره اونۍ د افغانستان د اوسپنې پټلۍ لا لارې ۷۷۳۰۱ میټریکه ټنه واردات او صادرات تر سره شوي دي.

د دوی په وینا د روانې وږې میاشتې له ۱۱ څخه بیا د همدې میاشتې تر ۱۷ مې د حیرتان، اقینې او تورغندۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۷۴۵۷ ټنه وادرات چې نفتي او غیر نفتي مواد پکې شامل و تر سره شوي دي. دوی زیاتوي چې همدارنګه د اوسپنې پټلۍ له لارې په همدې موده کې ۲۵۴۴ ټنه صادرات هم تر سره شوي چې زیاته برخه یې ممیز و.

XS
SM
MD
LG