د لاس رسي وړ اتصالات

اسحاق ډار: کابل باید پاکستان کې وروستي شوي بریدونه وغندي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي په افغانستان کې د طالبانو حکومت باید د پاکستان په خاوره کې له افغانستان څځه د تحریک طالبان پاکستان وروستي شوي بریدونه وغندي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په لندن کې په یو خبري کنفرانس کې د خبرو په وخت د افغانستان په خاوره د پاکستان د پوځ د هوایي بریدونو دفاع وکړه او وویل چې پاکستان د افغانستان په خاوره دغه عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو په پټنځایونو کړي دي .

اسحق ډار ویلي چې ګاونډي هیوادونه باید په خپلو کې د اړوند همکاریو له لارې د ترهګرۍ مخه ونیسي ځکه چې په امنیت کې ژوند د هر چا په ګټه دی.

تېره اوونۍ د پاکستان او افغانستان ترمينځ تاو تريخوالي وروسته له هغې نور هم زيات شو کله چې په شمالي وزيرستان ميرعلي سيمه کې د پوځ په يوه پوسته د وسله والو لخوا یو خونړی بريد وشو او د پاکستان د پوځ دوه لوړ پوړي افسران او پينځه عسکر پکې ووژلی شول.

په شمالي وزیرستان کې د برید څخه یوه ورځ وروسته پاکستاني الوتکو د افغانستان په خاوره خوست او پکتیا ولایتونو کې هوایي بریدونه وکړل او پاکستان ادعا وکړه چې پدې بریدونو کې یې د ترهګرو ځالې په نښه کړې دي، خو افغان طالبانو او د تحریک طالبان پاکستان ډلې د پاکستان دا ادعا رد کړه او وویل چې د پاکستان په هوایي بریدونو کې ښځې اؤ ماشومان وژل شوي دی.

په غبرګون کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ډیورنډ کرښې ته څېرمه په کورمه پاړه چنار سيمه کې د پاکستان په پوځي اډو بریدونه وکړل چې په کې د مرګ ژوبلې رپورټونه هم ورکړل شوي دي.

اسحاق ډار په خپلو خبرو کې یو ځل تور ولګوه چې په پاکستان کې وروستي ترهګریز بریدونه د ټي ټي پي لخوا شوي چې په افغانستان کې میشت دي. هغه وویل چې د طالبانو حکومت باید ددې ترهګریزو بریدونو غندنه وکړي .

تر اسحاق ډار دمخه تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهره بلوڅ هم رسنیو ته ویلي وو چې ترهګري د افغانستان او پاکستان ګډه ستونزه او اندېښنه ده او د دې په ضد ګډې هلې ځلې پکار دي.

څيړونکي وایي د پاکستان امنيتي ادارې باید یوازې په افغانستان تورونه ونه لګوي بلکې پخپله هم په خپل هیواد کې دننه د ترهګرۍ مخه ونیسي.

په پېښور کې د یو پاکستاني ټي وي چینل سیمه ییز مشر او خبریال طارق وحید د امریکاغږ ته ویلي چې: "لومړی مونږ ته د خپل کور سمول په کار دي او بيا که له پولې هغې غاړې نه ترهګرو سره څه مرسته کېږي، نو بيا به مونږ په ګاونډي او نورو هېوادونو باندې تور لګولی شو."

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي ادارې (آي اېس پي ار) تېره اوونۍ په خپل يو بيان کې ويلي وو په پاکستان کې د ترهګرۍ د روانې څپې تر شا د افغانستان لاس دی.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت تل د پاکستان تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستان دې په خپل هېواد کې دننه د ترهګرۍ مخه پخپله ونیسي .

رپوټ: د امریکاغږ ډیوه رادیو

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG