د لاس رسي وړ اتصالات

د تورخم لار د څو ساعتونو بندیدو وروسته بېرته پرانیستل شوه


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د حکومت سرحدي مسوولین وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم سرحدي لار چې د یکشنبې په سهار مارچ ۲۴( حمل پنځم) د څو ساعتونو لپاره د پاکستان سرحدي ساتونکو له خوا تړلې وه، بېرته پرانیستل شوې ده.

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د طالبانو د حکومت باختر خبري اژانس ته ویلي چې دا لار نن سهار ۱۰ بجې وروسته له هغې د پاکستاني سرحدي ساتونکو له خوا د مسافرو د تګ راتګ په مخ وتړل شوه چې د پاکستان سرحدي ادارو د منسوبینو ترمنځ خپل منځي شخړه پیښه شوه.

ددغه ریاست په یوې خپرې شوې خبرپاڼې د یو مسئول عبدالجبار حکمت له خولې ویل شوي چې د "تورخم دروازه د درې ساعته ځنډ وروسته بېرته د مسافرو پرمخ پرانیستل شوه".

حکمت زیاته کړې، چې دا لار د پاکستاني ملیوو ترمنځ د خپل منځې جنجال او شخړې له امله بنده شوې وه.

نوموړي زیاته کړې ده چې په دې لار د موټرو تګ راتګ لا هم روان دی او یوازې عام مسافرو پرمخ لاره تړل شوې چې د پرانیستلو هڅې یې روانې دي.

تورخم لار اکثره د طالبانو او پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ د شخړو له امله وخت ناوخت تړل کیږي، خو دا ځل دا لار په خپله د پاکستاني سرحدي ساتونکو ترمنځ د خپل منځي شخړو له امله تړل شوې ده.

ددې دمخه دغه لارد روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په میاشت کې پاکستاني مقاماتو د لسو ورځو لپاره د افغان موټر چلوونکو له خوا پاکستان ته د سفر پرمهال د پاسپورټ او ویزې د لرلو د نوې کړنلارې له مخې تړلې وه، چې بیا د جنورۍ په ۲۳(سلواغې درییم) بیرته پرانیستل شوه.

د تورخم سرحدي لار نه یوازې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مسافرو، سوداګریزو او ترانزیټي مالونو د انتقال لپاره مهمه ده، بلکې د پاکستان او جنوبي اسیا د هیوادونو ترمنځ د ترانیټي مالونو د انتقال لپاره کارول کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG