د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: د طالبانو حکومت د تروریستانو په خلاف اقدام په اړه زمونږ تمه نه ده پوره کړې


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د افغان مقاماتو [طالبانو ] څخه یې چې د تروریتسي ډلو د ځپلو په اړه کومه تمه لرله پایلې یې هغسې نه وې او دا کار د پاکستاني چارواکو د مایوسۍ سبب شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې میرمن ممتاز زهره بلوڅ د جمعې په ورځ ډسمبر اول (لیندۍ لسم) اسلام اباد کې یو خبري کنفرانس ته ویلي چې دوی د طالبانو له خوا د هغو تروریستي ډلو په خلاف چې په پاکستان کې بریدونه کوي د اغیزناکو اقداماتو لیدل غواړي.

میرمن بلوڅ د یو خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې د طالبانو له حکومت سره اسلام اباد ته د تحریک طالبان پاکستان د وسله والو د سپارلو په اړه روانو خبرو ته څومره خوشبینه ده وویل: "دا چې مونږ د افغان مقاماتو [طالبانو] څخه د کومو پایلو تمه لرله او هغه پایلې نه وینو له امله یې مونږ په څرګنده ډیر مایوسه شوي یو. مونږ باور لرو چې د خبرو چینلونه باید دوام وکړي او مونږ به ددغو تروریستي ‌ډلو پر واندې د اغیزمنو اقداماتو په برخه پر افغان مقاماتو باندې تاثیر اچولو ته دوام ورکړو".

میرمن بلوڅ وویل چې د پاکستان د حکومت د غوښتنو په اړه ورته په ځانګړي ډول ډاډ ورکړل شوی دی: "اوس مونږ ددغو تروریستي ډلو پر وړاندې د هر ترسره شوي او یا هم پر وړاندې یې د پورته کیدو په حال کې د اغیزمنو او په عملي ډول د اقداماتو لیدل غواړو".

نوموړې په دغه خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو په ولسوالۍ کې د تیرې اونۍ د تروریستي برید او دې ته ورته نورو بریدو په اړه وویل چې د پاکستان د قانون نافذونکو ادارو چارواکي دا برید د تحریک طالبان پاکستان پورې د مربوطو افرادو چې د افغانستان دننه فعال دي کار ګڼي.

هغې وویل چې پاکستان په دې اړه خپلې جدي اندیښنې څرګندې کړي او هیله لري چې افغان چارواکي به په عاجل ډول ددغسې افرادو په خلاف اقدام وکړي او هغوی به پاکستان ته وسپاري.

دمخه د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي و، چې د خیبرپښتونخوا د ایالت د بنو په ولسوالۍ کې ددغه پوځ د منسوبینو پر وړاندې یو افغان ځانمرګی برید کړی دی. د خېبرپښتونخوا په بنو کې په دې برید کې ۱۳ د ایف سي عسکر او ۸ عام وګړي ژوبل شوي او یو تن پکې وژل شوی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې یوې ډلې چې د حافظ ګل بهادر ډلې په نوم یادیږي د بنو د بريد مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د پاکستان حکومت د طالبانو د حکومت څخه غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان د وسله والې ډلې مشر حافظ ګل بهادر ونیسي او پاکستان ته دې وسپاري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت چې د طالبانو له خوا اداره کیږي یو استازی یې دغه وزارت ته بللی او د بنو بکاخیل سیمه کې په امنیتي ځواکونو د یو افغان ترهګر لخوا د شوي ځانمرګي برید په اړه یې ورته سخت احتجاج کړی دی.

میرمن بلوڅ د طالبانو له حکومت څخه پاکستان ته د حافظ ګل بهادر د سپارلو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې په دې مسله د پاکستان د استخبارتي مامورینو ترمنځ خبرې شوي، خو زیاته یې کړه چې په دې پړاو کې د کوم ځانګړي شخص د نوم له اخیستلو څخه ډډه کوي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاندې څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلی. خو دمخه ددغه حکومت لوړپوړو چارواکو د پاکستان په خلاف د افغانستان د خاورې د کارولو په اړه د اسلام اباد ادعاوې بې اساسه بللې وې او ویلي وچې هیچا ته ددی اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم بل هیواد په خلاف وکاروي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG