د لاس رسي وړ اتصالات

د هند پوځ: د هدف ویشتل زمونږ کار و د مړو شمیرل نه


 بریندر سینګ دهنوا''که موږ پر یوه هدف د برید پریکړه کوو، نو بیا خامخا برید پرې کوو،"
بریندر سینګ دهنوا''که موږ پر یوه هدف د برید پریکړه کوو، نو بیا خامخا برید پرې کوو،"

هند ادعا کړې وه چې په پاکستان کې دننه د جیش محمد پر مرکز په برید کې د دې ډلې یو زیات شمېر غړي وژل شوي چې ځینو یې شمېر ان ۴۰۰ ښودلی دی.

پاکستان وایي هلته هیڅ مرکز نه وه او په هندي برید هیڅ یو ترهگر وژل شوی نه دی. د هند د هوايي ځواکونو قوماندان بریندر سینګ دهنوا وایي د مړو شمېرل د هغوی کار نه دی.

بریندر سینګ دهنوا وایي "د تلفاتو په اړه حکومت بیان ورکولای شي. هوایي ځواک نشي تائیدولی چې په هغه مرکز کې دننه څومره کسان موجود و. زمونږ کار د مړو شمیرل ندی. مونږ دا گورو چې کوم هدف په نښه کړو."

په پاکستان کې د هند د هوایي برید نه یوه ورځ وروسته پاکستان د هند یوه الوتکه چې ادعا کوي خاورې ته ننوتې وه وویشتله. امریکا پرون اعلان وکړ چې پلټنه کوي اسلام اباد خو به د هند الوتکه د امریکایي F16 ډوله الوتکې سره نده ویشتلې.

د هندي ځواکونو قوماندان چې د دوشنبې په ورځ (مارچ۴ ) خبریالانو ته په هند باندې د پاکستان د F16 جنگي الوتکې په اړه خبرې کولې، وویل "زه نه پوهیږم چې د پاکستان او امریکا ترمنځ تړون څه دی. که تړون دا وي چې هغوی F16 د تهاجمي اهدافو لپاره نشي استعمالوی نو زه فکر کوم پاکستان دې تړون څخه سرغړونه کړې ده ځکه مونږ په خپلې خاورې کې د 'امرام' توغندي ټوټې موندلي چې یوازې F16 یې ویشتلی شي."

پر پاکستان د ګاونډیو هېوادونو او نړېوالې ټولنې فشار زیات شوی او اسلام آباد مجبوره دی چې د نورو د قناعت لپاره لاس په کار شي.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې پخپله خاوره کې به د وسلوالو ډلو پر ضد کوټلي اقدمات وکړي. په سیمه کې په اتمي وسلو سمبال هند او پاکستان تیره اونۍ پر یو بل هوایي بریدونه وکړ او د یو بل د الوتکو د ویشتلو ادعا یې وکړه.

خو دواړو هیوادونه د مخامخ جگړې نه وروسته له هغه په شا شول چې د جمعې په ورځ د پاکستان صدراعظم عمران خان هندي نیول شوی پیلوټ، ابیندن بیرته هند ته وسپارو.

متحده ایالات او بریتانیې د پاکستان دا اقدام وستایلو. د بریتانیا صدراعظمې ټېریزا مې د یکشنبې په ورځ (مارچ ٣) خپل پاکستاني سیال عمران خان ته په ټېلیفوني خبرو کې د هندي پیلوټ خوشې کیدل وستایل.

د صدارعظمې مې دفتر په یو بیان کې ویلی چې بریتانیا د نوي ډیلي او اسلام اباد ترمنځ پر روان کړکېچ اندېښنه لري او پاکستان ته یې د وسله والو ډلو خلاف د اقدام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ویلي په پاکستان کې د ترهگرو ډلو په وړاندې د اقدام خبره د ملي امنیت په یوې غونډه کې هغه مهال شوې وه چې په هند کې لا د ځانمرگي برید مسولیت جیش محمد ډلې نه و اخیستی.

فواد چوهدري وایي "اوس یو بشپړ پلان لرو. مونږ د بیلابیلو ډلو لپاره بیلې تگلارې لرو خو اصلي هدف د حکومت د مقرراتو پر ځای کول او د دغو ډلو بې وسلې کول دي، که زمونږ خاورې کې فعالی ولري."

د پاکستان پوځ په ٢٠١٧ کال کې اعلان وکړ چې په پاکستان کې د وسلوالې مذهبي سخت دریځې ډلې په ټولنې کې د یوځای کیدو کار کوي.

خو د پوځ په دغې تگلارې باندې وروسته له هغه مدني ټولنې او پخواني ملکي حکومت کلکې نیوکې وکړې چې د ممبي د برید طراح حافظ سید سره تړلی یو گوند رامنځ ته شو.

چوهدري وایي پاکستان به د 'نشنل اکشن پلان' چې په ٢٠١۴ کال کې د سختدریځو ډلو د له منځه وړلو لپاره جوړ شوی، اقدام وکړي.

د چوهدري په وینا په دغه پلان کې د اقتصادي، سیاسي او د اداري بندیزونو تگلاره شاملې دي.

خو څیړونکي وایي هغه امنیتي ځواکونه چې دغه پلان عملي کوي د هند په وړاندې وسلولې ډلې ندي په نښه کړي.

XS
SM
MD
LG