د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د پاکستان ضد د نورو عملیاتو نیت څرگند کړی


د هند صدراعظم نریندر مودي پخپلو خبرو کې نیت څرگند کړی چې په پاکستان کې به د ترهگرو ډلو ضد نور بریدونه وکړي

نریندر مودي په احمد اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي دي چې که ترهگر د ځمکې د لاندې هم پټ شي هغوي به ومومي او په نښه به یې کړي.

هندي خپرونه انډیا ټایمز لیکي چې مودي دغې غونډې ته وویل د هند حکومت به د یو اقدام نه وروسته ودریږي نه، خو د نورو اقداماتو تیاری به کوي.

مودي په دغه وینا کې د پاکستان د نوم اخیستلو نه ډډه کړیده.

په هند کې رسنۍ لیکي چې د مودي دغی وینا ته د غونډې گډونوالو خوښي څرگنده کړه.

د هند صدراعظم دغه مهال په خپل سیاسي مخالفینو هم نیوکې وکړی چې هغوي د هند د پوځ په رول اعتراضونه کوي. مودي وویل چې د هند د سیاسي مخالفه گوندونو بیانونه په پاکستان کې نشریږي او تبصرې پرې کیږي.

مودي د پاکستان د صدراعظم عمران خان لخوا د پیلوټ د بیرته ورکولو په اړه وویل چې "دا لا تمرین و، اصل عملیات خو لا پاتې دي."

د یادونې وړ ده د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور یوې خبرې غونډې ته په وینا کې ویلي و چې د هند صدراعظم غواړي د پاکستان سره یې جنگ پیل شي چې د انتخاباتو لپاره ملاتړ تر لاسه کړي.

د هند او پاکستان اړیکې د کشمیر په سیمې پلوامه کې د خونړي برید نه وروسته چې د هند ۴٩ عسکر پکې وژل شویدي، سختې خرابې دي او د هند او پاکستاني عسکرو ترمنځ څو ځله نښتی شویدي.

XS
SM
MD
LG