د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د زینبې قاتل اعدام کړ


عمران علي چې پر اوه کلنې زینب یې جنسي تیری کړی وو او بیا یې وژلې وه، د چهار شنبې په ورځ د لاهور په مرکزي زندان کې اعدام شو.​

د عمران علي د اعدام پر وخت د زندان د چارواکو سربیره د زینبې پلار هم و.

تر دې مخکې د پاکستان عالي محکمې د خلکو پر وړاندې ددغه اعدام غوښتنه رد کړې وه.

د زینبې مور او پلار د عمرې لپاره سعودي ته تللي وو چې یوه ورځ هغوي ته د زینب استاد زنګ وهلی و او درس ته د زینب نه حاضریدو خبر یې ورکړی وو. زینب څلور ورځې نادرکه وه او په پنځمه ورځ د هغې مړۍ و موندل شو.

د پولیسو له پلټنو دا څرګنده شوې وه چې تر وژلو مخکې هغې باندې جنسي تیری هم شوی و.

د زینب مور او پلار د خبریالانو پوښتنو ځوابولو پر مهال اوښکې بهوي
د زینب مور او پلار د خبریالانو پوښتنو ځوابولو پر مهال اوښکې بهوي

د زینب مړینې د هغې په پلرني ښار قصور کې خلک ډېر پارولي و.

په تیرو دوو کلونو کې پر ماشومانو د جنسي تیري ۱۳ پیښې د قصور په سیمه کې تایید شوي دي.

د زینبې پلار وایي چې د خپلې لور د مړینې او په هغې د جنسي تیري خبره یې ځکه عام محضر ته راویستله تر څو بل ماشوم د ورته برخلیک سره مخ نه شي.

XS
SM
MD
LG