د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: د پاکستان هر هغه اقدام چې د مخامخ خبرو سبب شي هر کلی کوو


په کابل کې د امریکا سفارت په پاکستاني رسنیو کې د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د خبرو په برخه کې د مرستې په اړه د صدارعظم عمران خان د څرګندونو هرکلی کړی، خو ویلې دي چې امریکايي چارواکو له وړاندې له طالبانو سره لیده کاته کړي دي.

د سفارت یوه ویاند د شنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۲۴مه»امریکا غږ ته وویل چې،"ځانګړي استازي خلیلزاد د طالبانو د استازو په ګډون د ټولو اړوندو خواو سره کتلي‌ او خپلو دغو کتنو ته به د روانې لانجې د سیاسي هواري څخه د ملاتړ لپاره دوام ورکړي."

دغه چارواکي وویل چې د امریکا متحده ایالات د پاکستان د حکومت د هر هغه اقدام چې د طالبانو او د افغان حکومت او نورو افغانانو ترمنځ د خبرو د هڅونې سبب شي هر کلی کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو لمخې صدراعظم عمران دغه رسنیو ته ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو له طالبانو سره د خبرو لپاره له دوی څخه مرسته غواړي، ښاغلي عمران خان ویلي، "که چېري سوله راشي، که خدای غوښتي وي د پېښور بڼه به بدله شي او دا ښار به د سوداګرې او توریزم په لوی دګر بدل شي، لکه څنګه چې شااوخوا دوه نیم زره کاله وړاندې په دغه ښار کې ژوند و دا به بدل شي."

پخواني معلومات

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې هېواد یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو لړۍ پيل کړې ده.

ښاغلي‌ عمران خان ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو لړۍ به پر اوولسمه نېټه پيل شوې ده، خو نوموړي په څرګنده ونه ویل چې د کومې میاشتې پر اولسمه نېټه پیل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نومبر میاشتې پر ۱۷مه نېټه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په قطر کې له طالب مشرانو سره خبرې اترې کړې وې او دواړو لوریو په افغانستان کې سولې ته خوشبیني ښودلې وه.

د پاکستان صدارعظم عمران خان
د پاکستان صدارعظم عمران خان

هغه ویلي:"کله چې به ما په تېرو وختونو کې ویل چې دا ستونزه طالبانو سره له خبرو پرته نه هواېږي نو راته به طالبانو د خان نوم راکول کېدلو خو الله حق دی،اوس امریکا له پاکستان څخه د ډو مور پر ځای له طالبانو سره خبرو کې مرسته غواړي او په ۱۷مه نېټه هم پاکستان د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې کړي دي."

په پاکستان کې د امریکا غږ ډې وې ویب سایټ د راپور له‌مخې ښاغلي خان دغه څرګندونې پرون جمعه د «لېندۍ پر ۲۳مه» نېټه په پېښور کې د یوې غونډې پرمهال کړي دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان همدارنګه ویلی چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په یوه لیک کې د افغان طالبانو سولې ته په اماده کولو کې مرسته غوښتې وه او پاکستان به له امریکا سره په دې برخه کې مرسته وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې لړ کې د روانې میاشتې په پیل کې هم اسلام اباد ته سفر کړی و.

هغه مهال هم په رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي و چې له قطر څخه د طالبانو مشران هم اسلام اباد ته رسېدلي دي خو پاکستان اسلام اباد ته د طالبانو ورتګ څخه بې خبري ښودلې وه.

د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي‌ استازي‌ زلمي خلیلزاد تر ټاکل کېدو وروسته پاکستان تر دامهاله د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مرستیال ملا برادر او یو بل پخوانی طالب چاوراکی خوشي کړی دی.

XS
SM
MD
LG