د لاس رسي وړ اتصالات

امریکایي څېړونکي د افغانستان د سولې هڅې څنګه ارزوي؟


د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو پلاوی
د مسکو په کنفرانس کې د طالبانو پلاوی

له طالبانو سره د سولې لپاره د وروستیو میاشتو چټکې او جدي هڅې په افغانستان کې د امریکا د ١٧ کلن شتون په اوږدو کې بېسارې دي.

د طالبانو په ګډون په سیمه کې د مختلفو اړخونو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرله پسې لیدنې کتنې او له بلې خوا د افغانستان د دولت له لورې له طالبانو سره مذاکراتو ته د زمینې د برابرولو لپاره د مختلفو پلاویو جوړول، ښیي چې پیښې په رامنځ ته کېدو دي.

خو ددغو هڅو او خبرو اصلي برخې د تړلو دروازو شاته کیږي او هغه څه چې بهر ته راوځي یواځې محدود او تنظیم شوي معلومات دي چې په رسمي اعلامیو کې خپریږي.

په همدمې دلیل د افغانستان اوسنۍ سیاسي فضا یو دیگ ته پاته کیږي چې یو څه په کې پخیږي خو څرګنده نه ده چې د افغانستان د ولس کاسو ته به ترې څه راووځي.

خو هغه څه چې څرگند دي دادي چې د افغان دولت، طالبانو او نړیوالې ټولنې په گډون د افغانستان د جگړې ټول ښکیل اړخونه په یو ټکي اتفاق لري چې دغه جگړه پوځي حل لاره نلري او ښکیل اړخونه ناچاره دي چې د سولې خبرو ته غاړه کیږدي. خو امریکا د افغانستان د جگړې یو عمده اړخ، دغه احتمالي موافقې ته څنگه گوري؟

حوصلې او زغم ته اړتیا

په واشنگټن کې میشت یو څیړنیز مرکز د اتلانتیک شورا په یو تازه رپوټ کې ټینگار کړی دی چې په افغانستان کې د سولې هر ډول موافقه باید یو اوږدمهاله پروگرام ولري چې د نړۍ او د افغانستان د ولس گټې په کې تامین شي.

د اتلانتیک شورا وایي امریکا باید ډاډ ورکړي چې د اوږدمهال لپاره د افغانستان په څنگ دریږي
د اتلانتیک شورا وایي امریکا باید ډاډ ورکړي چې د اوږدمهال لپاره د افغانستان په څنگ دریږي

دغه رپوټ هغو اندیښنو ته په پاملرنې لیکل شوی چې د طالبانو سره د سولې لپاره امریکا بیړنۍ هڅې پیل کړي دي: "نړۍ باید په تکرار دا ډاډ ترلاسه کړي چې د امریکا او په افغانستان کې د هغې د متحدینو پروگرام د افغانستان د راتلونکي ثبات لپاره په یو اوږدمهاله لرلید باندې ولاړ دی".

په رپوټ کې راغلي دي: "داسې اندیښنې شته چې گواکې امریکا د یو لنډمهاله حل لارې هڅه کوي چې بریا اعلان کړي او له افغانستان نه ووځي – هغه څه چې خورا بدې پایلې به ولري. دغه اندیښنې باید پای ته ورسول شي".

امریکایي کارپوه ستیفن بیدل، چې د افغانستان او عراق په چارو کې د جورج ډبلیو بوش او باراک اوباما سلاکار و پدې باور دی چې امریکا د افغانستان د کړکیچ د حل لپاره زیاتې حوصیلې ته اړتیا لري.

ښاغلی بیدل وایي، حتی په افغانستان کې د سولې د موافقې له کیدو وروسته هم ښایي دې ته اړتیا وي چې امریکا د زیاتو کلونو لپاره هدفونو ته د رسیدلو لپاره د افغانستان د دولت ملاتړ وکړي.

ښاغلي بیدل په واشنگټن کې د افغانستان په هکله د یو کتاب د خپرولو په مراسمو کې د امریکا غږ ته وویل: "که سوله هم وشي او حتی که امریکايي سرتیري (له افغانسیتان نه) ووځي، ښایي د ثبات د ساتلو لپاره نړیوالې همکارۍ ته اړتیا وي – چې اصلي برخه یې باید د امریکا له لورې تامین شي."

هغه خبرداری ورکوي چې که داسې ونشي د افغانستان دولت دمخه تر دې چې د پام وړ پرمختیا وکړي له منځه به لاړ شي.

د پاکستان رول

له دې سربیره هغه څه چې زیات شمیر امریکایي څیړونکي او د افغانستان د چارو کارپوهان پرې اتفاق نظر لري دادي چې په افغانستان کې سوله د پاکستان او د سیمې د نورو هیوادونو د جدي ملاتړ پرته نشي رامنځ ته کیدای.

امریکایي څیړونکي پدې باور دي چې په افغانستان د سولې لپاره د پاکستان ملاتړ خورا مهم دی
امریکایي څیړونکي پدې باور دي چې په افغانستان د سولې لپاره د پاکستان ملاتړ خورا مهم دی

مشهور امریکایي ژورنالست او د پوهنتون استاد ستیف کول، چې د افغانستان د جگړې د رپوټونو په وجه یې دوه ځلې د پولیترز مشهوره جایزه گټلې ده پدې باور دی چې په افغانستان کې د دوامداره سولې لپاره د پاکستان رول خورا مهم دی.

ښاغلی کول چې په سیمه کې د پاکستان د سیاستونو منتقد دی او ددې هیواد د استخباراتو اداره آی اس آی د طالبانو ملاتړې گڼي پدې باور دی چې پاکستان د خپلو ملي گټو د ساتلو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړي، خو ټینگار کوي چې ددغو گټو تامین باید د افغانستان خپلواکۍ زیانمنه نکړي.

ښاغلی کول وایي "پاکستان، په ځینو مواردو کې داسې غوښتنې طرح کړي چې منل یې مشکل دي. د مثال په توگه دا غوښتنه چې هند باید په افغانستان کې هیڅ حضور ونلري او یا داچې د افغانستان سیاسي ماهول ته د خپلو گټو په اساس شکل ورکول غواړي او (افغانستان ته) دا ډول مسایل باید بهرنیان و نه ټاکي".

د پاکستان سربیره په سیمه کې د نورو هیوادونو سیاستونه لکه ایران، روسیه او چین هم د امریکا لپاره د اندیښنې وړ دي.

د اتلانتیک شورا په خپل رپوټ کې د امریکا حکومت ته سپارښتنه کړې چې په افغانستان کې خپل دیپلوماتیک ماموریت داسې جوړ کړي چې په سیمه کې د گڼو گواښونو په وړاندې په عمل کولو کې د خپل سرنوشت د ټاکلو لپاره د افغانانو رول تر پوښتنې لاندې رانه ولي.

XS
SM
MD
LG