د لاس رسي وړ اتصالات

پر پاکستان د مرستو د بندولو له طرحې څخه د ټرمپ ملاتړ


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پاکستان د مرستو د بندولو په باب د سناتور رند پاول نظریه ستایلې ده. ولسمشر ټرمپ د جمعې په ماښام [جنورۍ ۵] په یوه ټوئیټ کې ولیکل چې: "رند نظریه دې ښه ده".

​سناتور رند پاول په خپل ټوئیټ کې لیکلي چې: "زه غواړم داسې یوه طرحه وړاندې کړم چې په راتلونکو څو ورځو کې پر پاکستان مرستې بندې شي. زما طرحه به هغه پېسې چې پاکستان ته ورکړل شوې دي، بیرته واخلي."

د امریکا حکومت د پنجشنې په ورځ [جنورۍ ۵] له پاکستان سره د هر ډول نظامي مرستو ځنډول اعلان کړل.

د امریکا حکومت له اسلام آباد څخه غوښتي دي چې مرستې به تر هغو ونه رسیږي چې پاکستان پخپله خاوره کې د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد "پریکنده عمل" ونه کړي.

د ولسمشر ټرمپ د ادارې یوه جګپوري مقام ویلي چې "پاکستان سره ډیر وخت و چې ښکاره کړي زموږ غوښتني یې جدي ګڼلي دي."

د پاکستان پوځ د امریکا اقدام رد کړی او ویلي دي چې دا کار به امنیتي همکاري او د سیمه ایزې سولې لپاره هڅې جداً اغیزمنې کړې.

XS
SM
MD
LG