د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان او هند د یو بل دیپلوماتان وباسي


هند ویلي دي چې د نوي ډهلي نه به د پاکستان دیپلومات وباسي. په هغه باندې د دا شک دی چې په سرحدي سیمو کې د هندي ځواکونو د عملیاتو په هکله د حساسو معلوماتو د راټولو لپاره یوه شبکه جوړه کړې وه.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم پرون د پنجشنبې په ورځ ویلي دي چې د هند دیپلومات سرجیت سینګ یې "نامطلوب شخص" اعلان کړی او اته څلویښت ساعته وخت یې ورته ورکړی چې د پاکستان نه دې ووځي.

په هند کې پولیس وایي د پاکستان دیپلومات یې د چارشنبې په ورځ د ډهلي ژوبڼ سره نږدې پداسې حال کې ونیوه چې د هغو کسانو سره کتله چې د هندي پولیسو پر وینا د جاسوسۍ لپاره استخدام شوي و.

دغه پاکستاني دیپلومات په نوې ډهلي کې د پاکستان عالي کمیشنرۍ د ویزې ورکولو په څانګې کې کار کاوه. د جاسوسۍ په تور چې کوم کسان پولیسو نیولي دي، د هغوي سره جعلي اسناد، د دفاعي چارو نقشې، د عسکرو د ځای پر ځای کیدو جدولونه، او د هغو هندي افسرانو معلومات و چې د پاکستان سره په ګډې سرحدي پولې کې کار کوي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت دغه دیپلومات ته امر کړی چې د شنبې تر ورځې باید چې د هند نه ووځي.

په همدې حال کې په نوې ډهلي کې د پاکستان عالي کمیشنرۍ په یوې اعلامیې کې دغه تورونه رد کړیدي او وایي هیڅ داسې فعالیت یې ندی کړی چې د "دیپلوماتکي اصولو خلاف وي. "

پاکستان هم د هند په دیپلومات تور لګولی چې د " ژنیو د کنوانیسون خلاف فعالیتونه یې کړیدي." د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې دا ندي ویل شوي چې دغه هندي دیپلومات څه کړیدي خو دومره پکې ویل شوي چې د هندي عالي کمیشنرۍ یې د دغه دیپلومات د ایستلو نه خبره کړیده.

په اعلامیې کې ویل شوي چې د هند دیپلومات باید د شنبې تر ورځې پورې پاکستان ترک کړي.

XS
SM
MD
LG