د لاس رسي وړ اتصالات

پر کونړ د "پاکستان د بریدونو" له امله شپږ ښوونځي تړل شوي


پر کونړ د ډیورنډ کرښې له پاکستاني غاړې د کېدونکو بریدونو دا څو کلونه تېرېږي، ولسي خلکو ته له مرګ ژوبلې او کډوالۍ سره سره یې د ځینو ښوونځیو دروازې هم د زده کوونکو پر مخ بند ساتلي دي.

د کونړ د پوهنې رییس مجیب الرحمن همدرد وايي ښوونځیو ته د وسله والو ډلو له اړخه ګواښ نشته، خو د پاکستاني اړخ نه پر کونړ د کېدونکو بریدونو په وجهه شپږ ښوونځي تړلي پاتې دي، ګڼې کورنۍ کډوالې شوي او پاتې زده کوونکي له ویرې نه ورځي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل "زموږ شپږ ښوونځي د پاکستان د راکټي بریدونو او نا امنۍ له امله د شلطن، دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې بند دي". هغه نورو سیمو ته د کډه شویو کورنیو ماشومانو ته یې په نورو ښوونځیو کې د زده کړې لاره سمه کړې ده.

ښاغلي همدرد ونه ویل چې په دغو ښوونځیو کې څومره ماشومانو زده کړې کولې او دا د هلکان ښوونځي وو که د نجونو.

خو تر پاکستاني بریدونو لاندې سیمو کې لا ګڼ ماشومان شته چې ښوونځي یې تړلي او بې زده کړو پاتې دي. د کونړ پر شلطن هم له پاکستاني اړخه ډېر بریدونه کېږي.

ددغې ولسوالۍ د چوګام ښوونځي سرښوونکی محمد ایوب وايي یواځې ددوی سیمه کې پنځه ښوونځي بند دي او دا یوه لویه ننګونه ده.

نوموړي وویل "د پاکستان له طرفه توغندي راځي ، یواځې پنځه مکتبونه زموږ په چوګام دره کې بند دي".

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي تعلیمي کال د پیل پر مهال ویلي چې افغانستان کې د نا امنۍ او وسله والو ډلو لخوا نژدې زر ښوونځي تړلي دي.

له ځینو ښوونځیو نه حکومتي ځواکونه او یا هم د دولت مخالف وسله وال د جګړې د سنګرونو په توګه ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG